1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ديوبند دارلعلوم څخه د امیرخان متقي ليدنې ته غبرګونونه

۱۴۰۴ مهر ۲۲, سه‌شنبه

په هندوستان کې د دیوبند دارلعلوم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «قاسمي» افتخاري لقب او دغه راز د حدیث د تدریس اجازه ورکړې ده. خو ديوبند ته د هغه د ورتګ په اړه يو لړ پوښتنې هم راپورته شوي دي.

د هندوستان په سهارنپور کې د دیوبند دارلعلوم ودانۍ
په هندوستان کې د دیوبند دارلعلوم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «قاسمي» افتخاري لقب او دغه راز د حدیث د تدریس اجازه ورکړې ده.انځور: Samiratmaj Mishra/DW

هندوستانته د امیرخان متقي د دې لومړي رسمي سفر موخه که څه هم له نوي ډيلي سره پر سفارتي او ستراتيژیکو مسئلو خبرې اترې کول دي، خو هغه د خپل سفر په ترڅ کې د دېوبند مدرسې له مرکز څخه هم کتنه وکړه. د دیوبند دارالعلوم د هندوستان د اترپردیش ایالت په سهارن پور ضلع کې واقع دی چې د هند په نیمه قاره کې د اسلامي علومو تر ټولو لوی مرکز دی چې له همدې کبله ورته شرقي «الازهر» هم ويل کیږي.

په دیوبند مدرسه کې له متقي څخه شانداره هرکلی وشو. متقي د خلکو له کوربتوب په مننې وویل کومه مینه او تود هرکلی چې د دیوبند علماو او د دغې سیمې اوسېدونکو هغه ته ورکړې، د نه هېرېدو دی. هغه زیاته کړه چې د «افغانستان او هندوستان د اړیکو راتلونکې ډېره روښانه ښکاري.»

د دارلعلوم ادارې امیرخان متقي ته د «قاسمي» افتخاري لقب او همدارنګه د احادیثو د تدریس اجازت لیک هم ورکړ. د قاسمي لقب د دیوبند له دارلعلوم فارغینو ته ورکول کیږي. دغه لقب د دغه دارلعلوم د موسس مولانا محمد قاسم نانوتوی له نوم څخه اخیستل شوی. 

له دیوبند څخه د متقي ليدنه او ګونګوسې

د هندوستان سخت دريځه هندو ګوندونه بیا دیوبند دارالعلوم پر ترهګرۍ او اسلامي جهاد ته پر هڅونې تورنوي. په اترپردیش کې د یوګي ادیته نات حکومت څلور کاله مخکې ډېر کسان له طالبانو د ملاتړ په پلمه زندانونو ته واچول. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل هندي سیال ډاکټر ایس جی شنکر سره په نوي ډيلي کې ولیدلانځور: Indian Ministry of External Affairs/Anadolu/picture alliance

له دیوبند دارالعلوم څخه د متقي لېدنې ډېرې ګونګسې له ځانه سره راپارولي دي. ځینې منتقدین وايي چې متقي په خپل دغه سفر کې ولې له دغه اسلامي مرکز څخه کتنه وکړه، په داسې حال کې چې له دې مخکې ېې په نوي ډيلي کې د ویوکاناندا د نړېوال بنسټ په یو پروګرام کې هم ګډون کړی و، هغه بنسټ چې د آر اس اس اړوند د افکارو مرکز په سترګه ورته کتل کيږي. 

شنونکي دا یو غیرضروري بحث ګڼي. نوموتی شنونکی او ژورنالیست اسد میرزا وايي له دیوبند دارالعلوم څخه د متقي لېدو ته سیاسي رنګ ورکول لازم نه دی. هغه وايي دې موضوع ته «په دې نظر کتل په کار دي چې هندوستان پر خپلو ګاونډیو ملکونو په کومو طریقو خپل اغیز اچولی شي او څه کار کولی شي.»

دغه خبره د هندوستان د جمعیت علما مشر مولانا ارشد مدني چې د متقي د کوربه و څخه یو دی، هم تائيدوي. هغه وايي: «له هغه سره موږ هېڅ سیاسي خبرې نه دي کړی. موږ په خپلو علمي او کلتوري اړیکو باندې وغږېدو.» مدني زیاته کړه چې امیرخان متقي خپل علمي او ديني نسبت دیوبند دارالعلوم ته ورکړ او ویې ویل چې دا زموږ د علومو مور ده.

له افغانستان سره د څو پېړیو اړيکې

اسد میرزا چې د دیوبند دارالعلوم د کتاب «ډيمیستیفاینګ مدرسه اینډ دیوبند اسلام» لیکوال دی دویچه وله سره په خبرو کې وویل که چېرته آر اس اس پورې د تړاو لرونکي یو بنسټ په پروګرام کې د متقي پر ګډون هېڅ نیوکه او اعتراض نه وي، نو بیا د دیوبند دارالعلوم ته په ورتلو ېې دومره تبصرو ته څه اړتیا ده؟

میرزا وايي چې منتقدان باید لومړی د دیوبند دارالعوم او افغانستان په هکله حقایقو باندې ځان سم پوه کړي.

د یادونې ده چې افغانستان هغه لومړنی هېواد وو چې په ۱۸۶۶ کې د دیوبند دارالعلوم له تاسیس سره سم ېې له دغه مرکز سره توافق وکړ او د اسلامي زده کړو له پاره به ېې خپل طلبا وراستول. د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه هم په کال ۱۹۵۷ کې له دغه دارالعلوم څخه ليدنه کړې وه.

شونکی اسد مېرزا وايي: د طالبانو اداره په اصل کې غواړي دا ثابته کړي چې دوی خپلواک دي او د دې هڅه کوي چې پر خپلو پښو ودریږيانځور: Pakistan's Ministry of Foreign Affairs/AFP

اسد ميرزا وايي له ۱۹۸۰ مخکې، هغه مهال چې لا د هندوستان په ديني مدرسو کې د بهرنیو طلباو پر تعلیم قانونی بندیز نه وو لګېدلی، له افغانستان، بنګله دېش، میانمار او د منځنۍ اسیا له هېوادونو به ډېر زیات شمېر طلباو په همدغه دارالعلوم کې زده کړې کولې.

دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په کابل کې د هند لومړنی موقت حکومت د ۱۹۱۵ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه تاسیس شو چې مشر ېې راجا مهندر پرتاب او صدراعظم ېې مولانا برکت الله و.

همدا راز له ۱۹۱۳ تر ۱۹۲۰ کال پورې د دیوبندي استادانو په مشرۍ د «ورېښمن لیکونو غورځنګ» په نوم د بریتانوي راج پر ضد يو پټ حرکت موجود و چې له ترکیې، آلمان او افغانستان سره یې په ګډه د بریتانوي حکومت د ړنګولو هڅې کولې. که څه هم دغه تحریک بریالی نه شو، خو د هندوستان د آزادۍ پېلامه ګڼل کيږي.

پاکستان دارلعلوم ديوبند ته د متقي سفر ته څرنګه ګوري؟

ځينو کړیو په نوي ډیلي کې د پاکستان په هکله د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر خبرو نیوکې کړي دي. د بېلګې په توګه متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ سرحدۍ شخړې په تړاو وویل: «د افغانانو زغم مه آزمايي. که څوک غواړي دا کار وکړي، نو له پخواني شوروي اتحاد، امریکا او ناټو څخه دې پوښتنه وکړي. هغوی به ېې پوه کړي چې افغانستان سره ښکېل کېدل ښه نه دی.»

متقي زیاته کړه: «موږ د پاکستان له ولس او حکومت سره ښې اړيکې ساتلې دي، خو په دغه ملک کې ځينې داسې عناصر شته چې هغوی د ستونزو رامنځ ته کولو هڅې کوي.»

د اسد ميرزا په خبره، د طالبانو حکومت په اصل کې غواړي دا ثابته کړي چې دوی خپلواک دي او د دې هڅه کوي چې پر خپلو پښو ودریږي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې خپلې تر ټولو خراب حد ته رسېدلي دي.

په اترپردیش کې د یوګي ادیته نات حکومت څلور کاله مخکې ډېر کسان له طالبانو د ملاتړ په پلمه زندانونو ته واچولانځور: DW/S.Waheed

شنونکي وايي له دیوبند دارلعلوم څخه د متقي ليدنه په دې معنی ده چې هغه نه غواړي د دیني او عقیدتي زدکړو په تړاو هم د پاکستان په بشپړ انحصار کې پاته وي. 

متقي وویل چې کابل له اسلام آباد سره ښې اړيکې غواړي، خو دا په یو اړخیزه توګه نه شي کېدای.

له ديوبند څخه کتنه به پر هندي مسلمانانو اغیز ولري؟

د مسلمانانو ځينې کړۍ اندېښنه ښيي که چېرته د طالبانو دريځ د هندوستان د حکومت په تړاو بدل شي، نو هندي رسنۍ به د دغه هېواد مسلمانان د ځواب ورکولو مسئول وګڼي. خو اسد میرزا ورسره همغږی نه دی او دغه اندېښنې ردوي.

هغه وايي که خدای مه کړه داسې وشي، نو دا به یو «دوه ګونی» سیاست وي، چې رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ دواړه به ېې مسئولیت ولري.

هغه وايي چې د هندوستان حکومت له تېرې یوې لسیزې راهیسې له طالبانو سره د ټریک ټو دیپلوماسۍ یا د غیررسمي مسیر سیاست له لارې په اړیکې کې پاته شوی او له افغانستان سره د اړیکو ساتل د هندوستان په ګټه دي.

شنونکي دا هم وايي چې له دیوبند دارالعلوم څخه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي لیدنه، دا خبره هم ثابتوي چې په افغانستان کې د طالبانو د ادارې او هندوستان ترمنځ اړیکې به یوازې تر سفارتي سطحې پورې محدودې پاته نشي، بلکې په دغو اړیکو کې به کلتوري، تعلیمي او روحاني څانګې هم ور شاملې شي.

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

03:49

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل