1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسيې څخه د آلمان د موټر جوړولو شرکتونو وتل

۱۴۰۰ اسفند ۱۵, یکشنبه

د آلمان د موټرو صنعت د روسيې د موټرو پر صنعت باندې پراخ تحریمونه پيل کړي دي. مرسیدیز په روسيه کې د آلمان له فعالو شرکتونو څخه یو دی. دغه شرکت د روسيې د کاماز شرکت د اسهامو يو برخه په اختیار کې لري.

Russland Yesipovo - Eröffnung der ersten Mercedes-Benz-Autofabrik in Russland
انځور: Imago Images/Itar-Tass/S. Bobylev

کاماز په روسیه کې د تر ټولو قوي صنعتي شرکتونو څخه یو دی. دغه شرکت په ورستیو کلونو کې توانیدلی دی چې د آلماني شرکت مرسدیز په مرسته عصري تره تولیدات ولري.

د روسيې کاماز شرکت، مساپر وړونکي سرويسونه او ډيزلي موتورونه تولیدوي. دغه شرکت پر اوکراین باندې د روسيې تر حملې مخکې، خپل محصولات د غربي اروپا، چین، منځني ختيځ، لاتينې امریکا او د شمالي افریقا بازارونو ته صادرول او ترڅنګ د رید بول شرکت په مالي مرسته د موټرونو د ځغاستې (Rallying) په سیالیو کې يې ډير پرمختګونه ترلاسه کړي ول.

کاماز چې په ۱۹۷۶ کال کې ېې پر فعالیت پیل وکړ نن ورځ په روسیه کې د موټر جوړولو تر ټولو ستر تولیدونکي شرکت دی چې د روسيې د پوځ ډيرې کشتۍ هم همدغه شرکت جوړوي.

په اوکراين کې تر جګړې دمخه، مرسيديز شرکت له کاماز سره ګډ تحقیقاتي او مهندسي فعالیتونه ترسره کول او د کاماز د اسهامو ډيره برخه هم د مرسيديز په اختیار کې وه. خو اوس دغه آلمانی شرکت غواړي د کاماز سهم خرڅ کړي او د روسيې له بازارونو څخه ووځي.

د ویلو ده چې ورته حالت په ۱۳۹۰ لمریز کال (۲۰۱۲ عيسوي کال) کې ایران سره هم شوی وو. مرسيدیز د ايران د موټرونو د تولید يو پخوانی شرکت وو. مرسدیز بنز هغه وخت په ایران کې د تیزرفتار موټرونو د تولید شرکتونو سهمدار وو، خو تر اقتصادي تحریمونو وروسته يې خپل اسهام وسپارل او په ایران کې يې خپل دفتر وتاړه.

د آلمان «بي ام وې» شرکت هم اعلان وکړ چې «په روسیه کې يې خپل تولیدات متوقف کړي دي او د اوسنیو ژئیوپولیتيک شرایطو په دليل، دغه هیواد ته يې خپل صادرات هم قطع کيږي.» دا په داسې حال کې ده چې د آلمان بې ام وې موټرونه د روسي سرمایه دارانو د خوښې موټرونه دي.

د ۲۰۱۹ کال اپریل کې په روسیه کې د مرسیدیز د يوې نوې کارخانې د پرانیستنې مراسم، ولادیمیر پوتين هم په کې حضور درلودانځور: picture-alliance/Russian Look

د موټرو د تولید بل آلماني شرکت، فولکس واګون او د هغه اړوندو څانګو هم ورته تصمیم نیولی دی. پر اوکراین باندې د روسيې جګړې، فولکس واګون ته سخته اقتصادي ضربه وارد کړې ده، ځکه چې دغه شرکت خپل شمير پرزه جات او خام مواد له روسيې او اوکراين څخه ترلاسه کول، اما په اوکراين کې جګړې د فولکس واګون له پاره د دغو موادو ترلاسه کول سخت کړي دي. دغه عامل به د فولکس واګون په تولیداتو کې د کمښت سبب واقع شي.

دغه صنعتي شرکت تر دې مخکې هم د کمپيوټري پرزه جاتو د تامين په برخه کې له مشکل سره مخ وو. لنډه دا چې اوکراين سره د روسيې جنګ به د فولکس واګون له پاره د تولیداتو مشکل نور هم ډیر کړي.

له آلمان پرته نورو اروپايي شرکتونو هم د روسيې په بازارونو کې خپل فعالیتونه متوقف کړي دي، لکه د ولوو او سکودا شرکتونه. خو د فرانسې رنو، چې د لادا شرکت اصلي سهم په اختیار کې لري، تر اوسه په بشپړه توګه له روسيې څخه نه دی وتلی. دغه شرکت اوس هم په روسیه کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. خو رنو به پر روسیه د لیګیدلو اقتصادي تحریمونو له کبله د مالي انتقالاتو او د پرزه جاتو په برخه کې له لويو ستونزو سره مخ شي.

جاپاني شرکتونو، ټويوټا، مزدا، میتسوبيشي او هوندا، سربیره پر دې چې د روسيې په بازارونو کې لوړ فروشات لري، هم خپل فعالیتونه په تعلیق کې راوستلي دي.

همدارنګه هیوندا شرکت چې په روسیه کې هم د موټرو تولیدات کوي، خپل فعالیت متوقف کړی. امریکايي شرکت، فورډ، د موټرو د تولید بل شرکت دی چې د روسيې د موټرو بازار يې ترک کړی دی.

نه یوازې د موټرو تولیدکونکو شرکتونو په روسیه کې خپل فعالیتونه درولي دي، بلکې د لويو پرزه جاتو د تولید شرکتونو هم دغه کار کړی دی. اوس مهال د روسي موټرو اکثره پرزې له بهر څخه واردیږي، چې غربي تولیدکونکو سره د همکاريو قطع کول به کیدای د دغه هیواد د موټرو د تولید صنعت له بحران سره مخ کړي.

دويچه ویله ف/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب