1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسیې آلمان ته د ګازو نل ليکې زیانمنې شوي

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

په بالتيک سمندرګي کې د روسیې او آلمان ترمنځ د نورډ ستريم په غځيدلو نل ليکو کې په يوه بل ځای کې هم درز کشف شوی دی. اروپايي ټولنه د سبوتاژ خبره کوي. خو کريملن دا ډول ګنګوسې ردوي.

د نورډ ستريم دوه نل ليکې درز کړی دی
په بالتيک سمندرګي کې د دنمارک د بورنهولم ټاپو ته نزدې ساحهانځور: Danish Defence Command/AP/picture alliance

د سويډن ساحلي ساتونکو د معلوماتو په حواله په بالتيک سمندرګي کې لا دمخه په زيانمنې شوې د نورډ ستريم دوه نل لیکې په يوه بل ځای کې هم درز ليدل شوی دی. يوه مسئول وويل دغه دواړه ليک شوي ځایونه د سويډن په اقتصادي ساحه کې په «عين ساحه» کې «يو بل ته نزدي» دي. خو دا چې دا نوي درزونه ولې اوس موندل شوي، هغه څه ونه ويل.

اروپايي ټولنه او ناټو د سپوتاژ خبره کوي

د سويډن رسنيو رپوټ ورکړی دی چې دا نوی درز د نورډ ستريم دوه په نل ليکو کې موندل شوی. خو ساحلي پوليسو په لومړي سر کې لا دا خبره تائيده کړې نه ده. مخکني درز په نورډ ستريم يوه نل ليکه کې موندل شوی وو. تر دې مخکې کشف شوي درې درزونه د دنمارک بورنهولم ټاپو ته څېرمه د دنمارک او سويدن له اقتصادي ساحو څخه په تیرو شويو ليکو کې وو.

که څه هم چې اوس د نورډ ستريم ۱ او دوه نل ليکې فعالې نه دي خو په ګازو ډکې دي.

روسیه: که د تیلو پر صادراتو مو بندیز ولګول شي، د ګازو عرضه هم بندوو

د دنمارک لومړۍ وزيرې ميته فريريکسن د سه شنبې په ماښام وويل چې د دغو درزونو علت کومه حادثه نه بلکې «قصدي کړنې» دي.

د پولند لومړي وزير مارتيوز هوراويکي هم وويل چې ښايي دا د اوکراين د جګړې «احتمالاً يوې بلې کچې» ته لوړېدل وي.

اروپايي اتحاديه او ناټو دواړه د سپوتاژ خبره کوي. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس وويل چې د امريکا حکومت نه غواړي په ساحه کې د پلټنو تر بشپړيدو پورې په دې کې د ممکنه لاس لرونکو په اړه کوم اټکلونه وکړي.

اروپايي ټولنې د مسکو له خوا پر اروپا د ګازو قطع کولو ته غبرګون وښود

امنيتي کارپوهان اټکل کوي چې د احتمالي سبوتاژ يا ګډوډۍ د دې کړنې تر شا ښايي د روسیې لاس وي. د کيل د پوهنتون د امنيتي سياست له انستيويت څخه يوهانس پيترز وايي: «د خپلو نل ليکو تخريبول ظاهراً يو متضاد کار ښکاري.» خو هغه زياتوي چې د دې کار له پاره ښه دليلونه شته.

د نوموړي په خبره یې يو علت مطئمناً اروپا ته د يوه «قوي سګنال» استول دي، په تېره بيا پولند او آلمان ته چې سړی دا څه د هغو نل ليکو سره هم کولی شي چې د ګازو د تامين له پاره تر دې هم ډېرې مهمې دي، يعني له ناروې څخه غځيدلي پايپ لاينونه.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئول جوسيپ بورېلانځور: John Thys/AFP/Getty Images

خو پيترز اندس بيا هغه نظر چې دا درزونه ښايي امريکا رامنځته کړي وي «څو د دې مخه ونيوله شي چې اروپا په ساړه ژمي کې بيرته روسیې ته ورستنه شي،» ناسم ګڼي.

کریملن دا ډول اټکلونه ردوي

د کريملن وياند ديمتري پيسکوف د تيلو د نل ليکو په زيانميدو کې د روسیې د لاس لرلو په اړه اټکلونه «احمقانه او بې ځایه» بللي دي او هغه یې رد کړي دي.

هغه وويل چې د نل ليکو تخريبېدل د مسکو له پاره يوه ستونزه ده. د سويډن د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روسیې په غوښتنه به د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نورډ ستريم دوه په اړه خبرې وکړي.

آلمان ته د روسیې د ګاز لیږد ولې درول شوی دی؟

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوسيپ بوريل د اتحادیې د ۲۷ غړيو هيوادونو له خوا د يوه «پياوړي او مناسب ځواب» د ورکړې اعلان وکړ.

هغه وويل چې د اروپا د انژرۍ زيربنا ته رسېدلی هر ډول قصدي زيان د منلو نه دی. نوموړي زياته کړه چې رامنځته شوي درزونه د «قصدي کړنې نتیجه» ده.

نيمايي ګاز خارج شوی دی

په دغو نل ليکو کې د درزونو تر کشف وروسته د نورډ ستريم چلوونکی شرکت د پلټنو د ترسره کولو اعلان وکړ څو رسېدلی زيان معلوم او د پېښې علت روښانه کړي.

د دنمارک له خوا ويل شوي چې په نل ليکو کې د شته ګاز نیمايي یې خارج شوی دی. د دنمارک د انرژۍ د آژانس مشر کريستوفر بوتڅاو د یوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې وويل: «ښايي پاتې یې هم تر يکشنبې ورځې پورې خارج او ضايع شي.»

ب. ص/ ن. ز (afp, rtr, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل