په المان کې د ترسره شوې یوې تازه نظرپوښتنې پایلې ښيي چې المانيان له روسیې سره د خپل هیواد د ښو اړیکو ساتلو په مسئله کې ویشل شوي دي.
د عامه نظرپوښتنې په اړه څیړنیز مرکز YouGov له خوا د المان خبري آژانس له پاره د ترسره شوې یوې سروې پایلې ښيي چې ۳۷ سلنه پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې المان باید له روسیې سره ښې اړیکې وپالي، په داسې حال کې چې نیمایي د رای ورکوونکو له دې نظر سره مخالفت کړی دی.
د آلمان استخبارات: د پوتين په سيسټم کې هیڅ درز نه ليدل کيږي
په پخواني ختیځ المان کې چې د کمونیستي حکومت نظام په کې قایم و او د اوسني المان نوي ختیځ ایالتونه بلل کیږي، له ورسیې سره د ښو اړیکو د دوام په حق کې د رایه ورکوونکو شمیر ډیر لوړ یعنې ۵۱ سلنه وو.
د دې برعکس بیا د هیواد په لویدیځ کې واقع پخوانیو ایالتونو کې یوازې ۳۲ سلنه عام وگړي په راتلونکي کې د برلین او مسکو ترمنځ د بهتره اړیکو پلویان دي.
آلمان خپل دافع هوا سيستم اوکراین ته سپارلی دی
په حقیقت کې د ختیځو ولایتونو اکثریت اوسیدونکي له روسیې سره د چلند په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي. خو دغه احتیاط نه شي کیدلی چې هرو مرو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاست او د اوکراین پر وړاندې د هغې جگړې چې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې یې پیل کړې ده، د تائید په معنا وبللی شي.
روسيې پر نازيانو د بريا ورځ ولمانځله
د دوهمې نړیوالې جګړې د بریا او په آلمان کې د نازیانو د ماتولو په خاطر د لمانځني په مراسمو کې روسیې له خپلو پرمختللو تکنالوژيو پرده پورته کړه. ولسمشر پوتین خبرداری ورکړی چې روسیه بې اجازه ورنه کړي چې تاریخ بیا ولیکل شي. انځور: Reuters/M. Shemetov هرکال د می میاشتي پر ۹ نیټه روسیه د آلمان د نازیانو پر وړاندي د پخواني شوري اتحاد د بریا ورځ لمانځي. د ۱۹۴۵م کال د می میاشتې پر ۹ نیټه د شپې مهال، آلمان د تسلیمي سند لاسلیک کړ. د ائتلاف نور ګډ ځواکونه یعنې فرانسه او بریتانیا بیا له دې یوه ورځ مخکې یعنې د می میاشتې پر ۸ نیټه خپل بری لمانځي.
انځور: Reuters/S. Karpukhin د ۲۰۱۸م کال په دې لمانځغونډي سره د روسیې د سره پوځ ۱۰۰ کاله هم پوره شول. د روسیې سور پوځ په ۱۹۱۸م کال کې رامنځ ته شو. د سږکال په مراسمو کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتیرو او یو شمیر پخوانیو افسرانو برخه واخیسته او په ګډه یې په لوړ غږ سندري ویلي. د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې له پوتین سره د کتنې په موخه په مسکو کې دی، هغه هم په دې مراسمو کې برخه لرله.
انځور: Reuters/M. Shemetov پوتین د مراسمو ګډونوالو ته وینا وکړه او روسانو بیا د خپل پوځ تنکي ځوانانو ته کتل چې په سره ميدان کې تیریدل. ولسمشر پوتین وویل چې نن ورځ یوه رخصتي ده، دا به هر وخت رخصتي وي او د هرې کورنۍ له پاره سپڅلې ورځ ده. هغه د خودخواهۍ د اشتباهاتو د تکرار خبرداری ورکړ.
انځور: Reuters/S. Karpukhin د روسانو پلونه به پاک نه شي پوتین د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل چې نن ورځ خلک په دې هڅه کې دې چې د ورکیدو، غلامۍ او عام وژنې د مخینيوي په برخه کې د روسانو پلونه پاک کړي. پوتین ژمنه وکړه چې دا کار به پیښ نه شي. ولسمشر پوتین له سیاسي پلوه ځان په روسیه کې د اروپا د مدافع په توګه څرګند کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/M. Metzel سنایپر لرونکي سرتیري د چمتو والي په حال کې د مسکو په سره ډگر کې د مراسمو په ترڅ کې د دې هیواد پوځي ځواک نه یوازې د سرتیرو په سطحه، بلکي د سنایپر لرونکي سرتیري هم د چمتووالي په حال کې ول. سور ډگر د مسکو په زړه کې موقعیت لري او کریملین هم په دې سیمه کې پروت دی. کریملین د ولسمشر پوتین رسمي استوګن ځای دی.
انځور: Reuters/S. Karpukhin په مراسمو کې د ډيرو خلکو ګډون په دې مراسمو کې شاوخوا ۱۵۹ پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې شول. په دې تجهیزاتو کې د توغندیو کشف کوونکي جټ الوتکې او ډيري نورې درنې او سپکې وسلې شاملې وې. د روسیې د دفاع وزارت په حواله د دې تجهیزاتو زیاته برخه په سوریه کې آزمویل شوې ده.
انځور: Reuters/M. Shemetov
په ملي کچه ۶۳ سلنه رای ورکوونکو روسیې ته د المان له پاره د یوه خطر په نظر گوري، خو ۳۰ سلنه بیا ویلي دي چې دوی په دې نظر نه دي.
د آلمان نوو یا شرقي ایالتونو څخه په دې سروې کې د برخه اخیستونکو کسانو ۵۱ سلنه اوسیدونکو ویلي دي چې دوی روسیه د المان له پاره گواښ گڼي.
په ۱۹۹۰ کې د المان د بیرته اتحاد یا یووالي پورې، ختیځ ایالتونه یوازې تش په نامه آزاد ول او په پراخه پيمانه د پخواني شوروي اتحاد تر تاثیر لاندې د یوه دولت په سترگه ورته کتل کیده.
ختیځ المان په اقتصادي، سیاسي او کلتوري لحاظ تر څو لسیزو پورې په اصطلاح د خپل «مشر ورور» پخواني شوروي پورې وابسته و.
پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی
د YouGov بنسټ د جولای میاشتې د ۱۴ او ۱۹ ترمنځ ورځو کې د المان او روسیې د اړیکو په ارتباط د عامو خلکو د نظر معلومولو په خاطر یوه سروې ترسره کړه چې د ټول المان په کچه له ۱۸ کلنو او له هغې څخه پورته عمر لرونکو ۲۳۱۷ کسانو څخه په کې نظرونه غوښتل شوي ول.
د دې سروې پایلې هغه نظر منعکسوي چې اوس مهال په ټول المان کې موجود دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص