1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستاني سرحدي د تیارسئ په حالت کې

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان له زندانونو څخه د داعش او پاکستاني طالبانو د سلونو بندیانو د آزادیدو تر رپوټونو وروسته د پاکستان سرحدي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې راغلي. دغه خبره پاکستاني چارواکو کړې ده.

Pakistanisch-afghanischen Grenzstadt Chaman
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د خپلو بندیانو تر څنګ د داعش، القاعدې او پاکستاني طالبانو سره تړاو لرونکي بندیان له زندانونو آزاد کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دا خبره تائید کړې ده چې د دغې ډلې پخوانی مرستیال مولوي فقیر محمد، چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري سره نزدې اړیکې لري، د طالبانو له لوري آزاد شوی دی.

د رپوټ له مخې د پاکستاني طالبانو ډیر شمیر غړي چې د پاکستان او افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش تر رامنځ ته کیدو وروسته له هغوی سره یو ځای شوی تر نیول کیدو وروسته د افغانستان په زندانونو کې وو.

یوه پاکستاني چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې «دغه کسان اوس آزاد شوي دي.» پاکستاني چارواکو له طالبانو سره دغه موضوع مطرحه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد خبریالانو ته د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله د وضعیت په هکله د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل: «زموږ وسلوال ځواکونه او نیمه ملیشې د تیارسئ په حالت کې دي.»

د شیخ رشید احمد په خبره د تورخم او چمن سرحدي لارو کې وضعیت «عادي دی.» د هغه په خبره د نوو افغان مهاجرو له پاره کوم تدابیر نه دي نیول شوي.

په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته پر نورو هیوادونو سربیره په میلیونونو افغانانو په پاکستان کې پناه واخیسته. د حکومت د اټکل له مخې په پاکستان کې شا او خوا ۲،۷میلیونه افغانان اوسیږي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل