1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان خبریالان په افغانسان کې د رسنیو د ملاتړ غوښتونکي شول

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

تر سلونو ډيرو افغان ژورنالیستانو له نړيوالې ټولنې څخه په افغانستان کې په فعاله توګه د بیان آزادۍ د حفاظت غوښتنه کړې. تر ټولو مهمه غوښتنه د خبریالانو د ژغورنې ضمانت دی.

Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

له برلین څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله په دې اړه د بې پولې خبریالانو (RSF) له خوا په ترتيب شوي غوښتنليک کې ويل شوي دي چې تر ټولو اړينه اړتیا د خبريالانو د ژغورنې ضمانت دی، په ځانګړې توګه د ښځینه خبريالانو.

ژورنالیستانو ويلي دي چې په رسنيو باندې تکراري حملې او د دوی په کارونو کې د طالبانو مداخله، د دوی د ويرې سبب واقع شوی دی.

د (RSF) له قوله ویل شوي دي چې د «ژورنالیزم په افغانستان کې د نړيدلو په خطر کې دی» تر عنوان لاندې دغه اپيل یا غوښتنلیک د سیاسي او قومي جوړښت پر اساس د شلو میرمنو په ګډون، ۱۰۳ تنو ژورنالیستانو، ايديټرانو او عکاسانو له خوا لاسلیک شوی دی.

 زیاته شوې چې د دې ډلې څخه اکثریت يې اوس هم په افغانستان کې کار کوي، سربیره پر دې چې په لسونو يې پټ او يا په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. دوی ټول د خپل ځان او یا د خپلو کورنیو د غړو څخه د غچ اخیستنې له ويرې، نه غواړي نومونه يې په رپوټ کې ذکر شي.

کریستيان مهر: «طالبانو وښوده چې دوی د رسنیو آزادي نه شي زغملی، نه په کابل او نه هم په ولایتونو کې.» د آرشيف انځورانځور: REUTERS

د بې پولې ژورنالیستانو اجرائيه مشر، کریستيان مهر وايي: «طالبانو وښوده چې دوی د رسنیو آزادي نه شي زغملی، نه په کابل او نه هم په ولایتونو کې.» هغه انديښنه ښکاره کوي چې «د طالبانو لومړنۍ تورې پنځه کلنې دورې ته د بیرته ورګرځیدو ګواښ موجود دی.»

ياد سازمان تصدیق کړه چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ته يې د ۱۵۲ ژورنالیستانو نوملړ ورکړی چې همدا اوس په افغانستان کې تر لوړ خطر لاندې ژوند کوي او په دوی کې په لسونو ښځينه خبریالانې هم شاملې دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان د آلمان حکومت د هغه اقدام څخه خوښي ښکاره کړې ده چې څو ورځې مخکې يې وويل ۲۶۰۰ افغانانو ته يې په آلمان کې د اوسیدو حقوق ورکړي دي. په دغو کسانو کې خبریالان هم شامل دي.

سربيره پر دې چې له يوې مياشتې راهيسې ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی او دغه ډله پرې واک چلوي، خو لا هم معلومه نه ده چې راتلونکې کې به څه پيښيږي. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۸مه) په کابل او جلال آباد ښارونو کې چاودنې هم شوي دي. د رپوټونو پر اساس، د جلال آباد ښار درو چاودنو درې کسان وژلي او ۲۰ نور يې ټپيان کړي او د کابل په چاودنه کې د دوو کسانو د ټپي کيدو ويل شوي دي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل