1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوډان څخه سعودي عربستان ته ۴۳ افغانان انتقال شوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې له سوډان څخه د افغانانو یو ډله سعودي عربستان ته رسېدلي ده. افغان سفارت له سوډان څخه د افغانانو په انتقال کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

Sudan | Zivilisten fliehen nach Saudi Arabien
انځور: AMER HILABI/AFP/Getty Images

په ریاض کې افغان سفارت ویلي، چې ۴۳ افغانان، چې د سوډان په جګړه کېبند پاتې وو، د سعودي عربستان د حکومت په مرسته د دوشنبې په ورځ ناوخته دغه هېواد ته انتقال شوې دي.

افغان سفارت له سوډان څخه د افغانانو په انتقال کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

اړوند مطلب: طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

په ریاض کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې دویچه ویله ته وویل، چې دغه کسان د سعودي عربستان حکومت له لورې په سمندري بیړۍ کې رایستل شوي دي او د یو شمېر نورو افغانانو د رایستلو هڅې هم روانې دي.

سرچینه وایي، په سوډان کې د ۷۰ افغانانو شتون تثبیت شوی چې سعودي عربستان هغوی ته ویزې صادرې کړي او پاتې کسان به یې هم ژر دغه هېواد ته انتقال شي.

اړوند مطلب: په سوډان کې جګړه او د تخليې دوام

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه د سعودي عربستان جدې ښار ته رسېدلي، چې د افغان قونسلګرۍ له لوري یاد افغانان په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد په خپل ټویټر لیکلي، چې په سوډان کې د نورو پاتې افغانانو د خوندي رایستلو لپاره هم هڅې روانې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي و، چې په سوډان کې ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي. تېره اونۍ هم د سعودي عربستان د حکومت په مرسته لس تنه افغان له سوډان څخه سعودي ته انتقال شوي وو.

ویل کیږي، غه افغانان چې له یو شمېرو سره یې کورنۍ او ماشومان هم ورسره دي، سعودي عربستان ته له انتقال وروسته افغانستان ته لیږل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل