1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سپیانو سره ظلم او د مرغانو ازادولو کاروبار

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

د مرغانو د ازادولو سوداګري په چټکۍ پر مخ روانه ده او ځیني په کوډو کي کاریږي. په پاکستان کي نژدې دوه میليونه او پنځه سوه زره کوڅه ډبه سپیان سته او له هغوی سره ظلم ته مذهبي رنګ ورکول کېږي.

Symbolbild I Hunde
انځور: Mladen Antonov/AFP/Getty Images

په پاکستان کي له حیواناتو سره د دوی خاوندان ډېره مینه کوي، د همدې میني پر بنسټ يې پالني ته ډېره پاملرنه کوي، خو یو شمېر داسي کوڅه ډبه حیوانات لکه سپيان، خره او پېشوګاني هم سته، چي د کال د بېلا بیلو فصلونو د ستونزو «یخ، ګرمۍ، دوړي، وچکالۍ» ترڅنګ په کوڅو او کروندو کي د انسانانو ظلمونه هم زغمي. 

دانو هغه حیوانات دي چي اکثره يې د خلکو له خوا د زړ والي یا ناروغۍ له امله له کورونو شړل سوي دي، چي وروسته په کوڅو او کروندو کي د کوچنیانو او ان د یوشمېر خلکو له خوا په ډبرو وېشتل کېږي او ځیني مهال خو يې غوږونه هم ور غوڅوي. 

په پاکستان کي یوشمېر هغه ادارې چي د دولت له خوا تمویلیږي، د هغوی دنده داده، چي حیوانات له ظلم او ناوړه چلند څخه وژغوري.

د ښارواليو په کچه هم داسي ادارې سته، چي د شپې له خوا دغه کوڅه ډبه حیوانات د ټاکل سویو کمپاینونو په ترڅ کي  له منځه وړي.

اړوند: آلمان د سپيانو له خاوندانو څخه ۴۰۰ ميليونه ماليه اخيستې

د پاکستان په ځینو ښارونو کي یوشمېر داسي غیري دولتي ادارې سته، چي په شخصي امکاناتو د بسپني له لاري ژوبل او ورکو سویو حیواناتو ته د سرپنا او ژغورني لاري چاري برابروي. 

سپی وفادار حیوان ګڼل کیږي. انځور: JUAN GONZALEZ/REUTERS

د پاکستان پلازمېني ته نژدې په راولپنډي ښارکي د «CAWO» په نامه د یوې ټولني مشره انیلا عمر نومیږي، نوموړې له تېرو اتلسو کلونو راهیسي د شړل سویو او ټپي حیواناتو درملنه کوي. 

انیلا له ډویچه ویله سره د مرکې پرمهال وویل، ټولنه يې د ژوبل ځناورو او مرغانو درملنه او ساتنه کوي او د دې ترڅنګ د حیواناتو غیري قانوني خرڅولو او رانیولو په وړاندي هم ږغ پورته کوي. 

اوسمهال په اسلام اباد کي د «کرټرز ارک» په ساتنځای کي تر سلو ډېر حیوانات ساتل کیږي، هغې زیاته کړه، چي اکثره وخت داسي حیوانات ورته راوړل کیږي، چي موټرونو وهلي وي. 

له درملني وروسته روغ سوي حیوانات بېرته د هغو د کورنیو له خوا منل کېږي، اوکه يې کومه کورنۍ نه غواړي چي له ځان سره ولیږدوي، نو په همدغه مرکز کي ساتل کیږي. 

له حیواناتو سره ولي ناوړه چلند کیږي؟

انېلا په دې اړه له دویچه ویله سره د مرکې پرمهال ټوله پړه په ټولنه کي د کورنۍ پر مشرانو«مور او پلار» ور واچوله او وايي:

د ځینو کسانو لپاره سپیان د لاري ملګری ويانځور: APTN

«میندو او پلرونو ته لازمه ده، چي په دې اړه ډېر احتیاط وکړي، کله چي دوی خپله ځناور په ډبرو ولي، نو اولادونه خو يې هم له دوی څخه زده کوي، همداسي باید ښوونکي د والدینو سره یوځای هم خپل زده کوونکي وپوهوي چي له کوڅه ډبه ځناورو سره د کرکي پرځای مینه وکړي. د دې ترڅنګ په کار ده، چي په ښوونیز نصاب کي په دې اړه یو مضمون زیات سي، ترڅو کوچنیان له ښوونځي څخه دا خبره زده کړي، چي د ټولني د لا ښه پرمختګ له پاره د ځناورو حقونه مراعتول هم اړین دي.»

اړوند: ايا سپيان به په بوی کښلو سره په کرونا اخته کس وموندلای سي؟

د حیواناتو د یاد ساتنځي مشري له دویچه ویله سره په خبرو کي زیاته کړه: «زموږ په ټولنه کي تر ډېره ځایه له سپیانو څخه د خلکو کرکه کیږي او پېشاني هم چندان د خلکو نه دي خوښي، د خلکو دغه کرکه له مذهب سره تړاو لري چي دا ښه کار نه دی او دا د خلکو ذهن ته ګټه نه رسوي.»

یوشمېر کورنۍ د سپیانو کلیري هم لمانځيانځور: Rula Rouhana/REUTERS

له مسجدونو او زیارتونو د باندي پر حیواناتو ظلم 

انېلا عمر پر کوڅه ډبه حیواناتو«ځناورو» باندي د ظلم دوې بېلګي داسي بیانوي: «د اکثرو مسجدونو او زیارتونو دباندي ځینو خلکو په قفس کي چوغکي بندي کړي وي، زیارت او لمونځ کوونکي يې بیا د ثواب په نیت رانیسي او ازادوي يې.

اړوند: ايا سپيان به په بوی کښلو سره په کرونا اخته کس وموندلای سي؟

که غور وسي داهم د ساده خلکو څخه د پیسو شکولو یوه جنايي سوداګري ده، دا ځکه چي په قفس کي د مرغانو بندي کول او بیايي پلورل قانوني سرغړونه ده. 

تاسي وګورئ! داهغه مرغان او چوغکي دي چي خپلو چیچیانو ته په خوراک پیداکولو پسي راوتلي او تر نیول کیدلو وروسته په قفس کي اچول سوي دي. 

کوچني بچیان يې راتګ ته سترګي په لار دي، خو موږ د ثواب او ناورا کاروبار په پلمه په قفس کي بندیاني کړي دي، دا په اصل کي د نیکۍ پرځای خپله لويه تېروتنه او ظلم دی.» 

دا زیاتوي «همدارنګه پر بېزوګانو باندي هم د ننداري او ساعتیري په نامه ظلم کیږي، هغوی وهل کېږي او اکثره وخت وږي تږي ساتل کیږي، تر څو د مداري خبري ومني او د هغه پ

امر سپورټي ننداره وړاندي کړي، نوکه چیري موږ دغسي تر ظلم لاندي حیوانات ووینو سمدستي پولیسو ته خبر ورکوو او ژغورو يې. په ټولنه کي به ترهغه مهاله پر حیواناتو ظلمونه کېږي، چي قانون په سم ډول پلی سوی نه وي.»

پر حیواناتو ظلم ډېريږي 

د پلازمېني اسلام په «بني ګاله» کي د محمد علي خان په نامه یو سړی اوسي، هغه له تیرو لسو کلونو راهیسي د حیواناتو د ژغورني ترڅنګ د هغو په رانیولو او خرڅولو کي هم لاس لري.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، په کومه سطحه چي بشري حقونه تر پښو لاندي کیږي، همدارنګه پر حیواناتو هم ظلم او پر حقونو يې سترګي پټیږي.

د محمد علي په خبره، په پاکستان کي پر حیواناتو ظلم دې حد ته رسېدلی دی، چي پروسږکال یو ایږ په مرمیو وویشتل سو او د هغه له بچي څخه غوږونه پرې کړل سول. 

دی وايي: «کوم وخت چي د ایږ خاوند وغوښتل، د خرس یا ایږ بچی خرڅ کړي، نو په دې فکر کي سو چي کیدای سي د پرې کړل سویو غوږونو له امله يې خلک په لږ بیه رانیسي، نو د هغه پرې کړي غوږونه يې بیرته ور پوري سریښ کړل.» 

په ځینو کورونو کي د سپيانو د ساتلو لپاره ځانګړي قفسونه موجود وي. انځور: Mladen Antonov/AFP/Getty Images

له مرغانو څخه په کوډو او جاود کي ګټه اخیستل

نوموړی داهم وايي چي ډېری خلک له ده څخه د الوګانو د رانیولو له پاره اړیکي نیسي، خو دی يې نه مني، ځکه چي دی نه لري. 

د علي خان په خبره، دا خلک په دې نامه اصلا داسي یوه چوغکه یا مرغه غواړي، چي پښې ور غوڅي کړي او بیا يې د کوډو له پاره کاروي. 

نوموړی زیاتوي: دی اکثره هغه سپي ساتي، چي موټرونو وهلي وي یاهم عامو خلکو په ډبرو ویشتلو ژوبل کړي وي. 

دی ټینګار کوي، پر حیواناتو د ظلم پای ته رسول د کورنیو له خوا د اولادونو په ښې روزني پوري اړه لري، هري کورنۍ ته ښايي، چي خپل کوچنیان په دې پوه کړي چي حیوانات په ډبرو

ونه ولي او ویه نه ځوروي، ځکه حیوانات هم لکه انسانان په ټولنه کي داوسیدو حق او ځورول يې ازار لري.

نوموړی وايي: «که څه هم حیوانات خبري نه سي کولای، خو زموږ انسانانو غوندي خوږ احساسوي او  زړه يې دردیږي.» 

په پاکستان کي د روغتیا ملي اداره وايي، په دغه هیواد کي د کوڅه ډبه سپیانو شمېر شاوخوا ۲میلونه دی.

له یادي شمېري څخه هرکال نژدې ۵۰ زره سپیان په رسمي کمپاینونو کي له منځه وړل کېږي. 

دکمپاینونو پرمهال تراوسه په دې اړه چا پام نه دی کړی چي آیا سپيان په رښتیاهم ټولني ته یو ګواښ دی؟

زموږ له ارشیف څخه : 

په هند کي د سپيانو واده

01:08

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب