سگريټ د کابو يو پر پنځمه برخه سرطاني ناروغيو مستقيم لامل دي. همد راز د زړه ناروغي، لوړ فشار، فلج او د سږو ډيري ناروغۍ له سگريټو سره تړاو لري. څوک چې سگريټ څکوي او يا یې څکولی وي، په روماتیزم چې د بندونو يوه ناروغي ده، د اخته خطر یې ډير زيات وي.
همدا ده چې سگريټ څکوونکي له هغو چې سگريټ نه څکوي په اوسط ډول لس کاله لږ عمر لري.
پر روغتيا د سگريټ اغېزې
د آلمان د سرطاني ناروغيو د څيړنې د مرکز په حواله د سگريټ پريښودو په دريمه ورځ د تنفسي لارو فعالیت مثبت تغير کوي. همدا راز په يوه اوونۍ کې د سړي فشار را کميږي.
له سگريټو څخه په لاس اخيستو سره د نهو مياشتو په موده کې ټوخی، د پزې بندیدل او ساه لنډي له منځه ځي. سږي وار په وار پاکيږي او په ميکروب د اخته کيدو خطر یې کميږي.
تر سگريټ پريښودو دوه کاله وورسته د زړه د ناروغيو خطر د کابو هغه تن په اندازه کيږي چې هيڅکله یې سگريت نه وي څکولي. همدا راز پنځه کاله وورسته یې د خولې، وريو، مرۍ او مثانې په سرطان د اخته کيدو خطر بيخې نيمايي کيږي.
سگريت د زړه پر ناروغيو د اخته کيدو خطر څو چنده لوړويانځور: Colourbox/E. Wodicka د سږو پر سرطان یې اغيزې
کله چې يو چا لس کاله د مخه له سگريټو لاس اخيستی وي، په سرطان د اخته کيدو خطر یې د هغه په مقابل کې چې سگريټ څکولو ته یې ادامه ورکړې وي، نيمايي کيږي. د مثال په توگه که يو چا ۴۰ کاله سگريټ څکولي وي او پنځه کاله تر مخه یې پريښي وي نو اوس هم په سرطان اخته کيدای شي خو د ډاکترانو په حواله یې په سرطان د اخته کيدو خطر پسې لوړيږي نه.
همدا راز د مرۍ او کولمو د سرطان خطر هم ورسره کميږي.
پر عمر باندي یې اغيز
د آلمان د سرطاني ناروغيو د څيړنې مرکز د اټکلونو پر اساس په ورځ کې تر لسو زيات سگريت څکل په اوسط ډول د نارينه وو عمر ۹،۴ کاله او د ښځو ۷،۳ سلنه راکموي. همدا زار د ورځي تر لسو د لږو سگريټو څکول هم په دواړو کې د ژوند موده کابو پنځه کاله کموي.
تر ټولو بدتر هغه دی چې وزن یې زيات وي، ډير سگريت کاروي، ډير الکهول هم ورسره څښي او ډيره سره خوښه خوري. دا تن د يوه داسې تن په مقابل کې چې صحي ژوند کوي، ښايي ۱۷ کاله کم عمر ولري. په ښځو کې دا ۱۳،۵ کاله دي.
د سگريتو څخه لاس اخيستل د وزن د زياتوالي لامل کيږيانځور: Colourbox/Erwin Wodicka د وزن له ډيرښته ويره
د څيړنو په حواله له هرو پنځوو څخه څلور تنه د سگريټ پريښودو په لومړيو دوو کالونو کې په اوسط ډول کابو څلور نيم کيلو وزن زياتوي. ښځې بيا د نارينه وو په پرتله ډيري چاغيږي.
تر سگريت پريښودو لس کاله وروسته هم دا کسان تر نورو څلور يا پنځه کيلو زيات وزن لري. خو له بله پلوه په دومره موده کې هغه چې هيڅکله یې سگريت نه وي څکلې هم همدومره وزن زياتوي.
له سگريټو تر لاس اخيستو وروسته د وزن د زياتيدو علت د ميتابولزم يا غذا په انرژۍ د بدليدو د پروسې سستوالی دی. همدا راز د سگريتو تر پريښودو وروسته د پام د غلطولو له پاره سړی خوراک ته مخه کوي چې دا هم په وزن کې د زیاتوالي باعث کيږي.
د سويس څيړونکو څو کاله پخوا د نورو ممکنه علتونو څخه هم خبره وکړه. د هغوی په حواله د سگريټو تر پريښودو وروسته د غټو کلمو فلورا بدلون مومي او هغه بکترياوې زياتيږي چې د چاغو کسانو په کلمو کې ډيرې وي.
AFP (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه:
د ورېښتانو د ښه روغتيا له پاره لس مهمې لارښوونې
ښکلي ورېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت له پاره ډېر مهم بلل کيږي. خو ورېښتان تر ورېښتانو پوري فرق لري او ښه ساتنه يې ګټوره ثابتېدلای سي. د ورېښتانو د ښه ساتنې له پاره څو وړانديزونه دلته ولولئ: انځور: Imago/Indiapicture د ښايسته ورېښتانو له پاره يو حتمي څيز د سر د پوستکي ښه روغتیا ده. که د سر پوستکی روغ نه وي نو د خانګرې او ورته ستونزو سبب ګرځي. د سر د پوست مالِش د وينو د ښه جريان او په دې توګه د وچو ورېښتانو د مخنيوي سبب کيږي. د ځانګړو غوړو په مرسته د سر د پوست غوړول هم ګټور ثابتېدلای سي.
انځور: Colourbox/Lars Zahner په سمه توګه د ورېښتانو مينځل د ورېښتانو د مينځلو له مخي د هغوی ږمونځول هم ګټور ثابتېدلای سي. د شامپو يا صابن لګولو وروسته بايد ورېښتان په ښه توګه په اوبو ومېنځل سي چي صابن يا شامپو پکښي پاته نه سي. په زياتو ګرمو اوبو مېنځل ورېښتانو ته زيان اړولای سي.
انځور: Colourbox/Frédéric Cirou/ AltoPress/MAXPPP کنډیشنر، فايده رسوي که نه؟ کنډيشنر شامپو ته ورته يو ډول هغه موادو ته ويل کيږي چي په شامپو د ورېښتانو له مينځلو وروسته ورباندي بيا ورېښتان مينځل کيږي. د کنډيشنر د استعمال وروسته لانده ورېښتان په آسانه ږمونځيږي ولي چي دغه مواد پر ورېښتانو يو ډول سطحه پرېږدي. خو د لندو ورېښتانو ږمونځول بايد په ډېر احتياط وسي چي ورېښتان مات نه کړي.
انځور: Colourbox/"Frédéric Cirou په ټوال يا په ورته ټوکر د لندو ورېښتانو وچول يا پکښي د ورېښتانو پېچل د ورېښتانو روغتيا ته زيان رسولای سي. په ډېره زياته ګرمه هوا د ورېښتانو وچول هم ګټور نه وي. له همدې کبله يا خو په قدرتي توګه ورېښتان دې تر پرېږدئ چي پخپله وچ سي او يا يې په کمه ګرمه درجه د ورېښتانو د وچولو په برقي آله وچ کړئ.
انځور: Colourbox د ورېښتانو او د سر د جلد يا پوستکي غوړول یا مالِش کول ګټور ثابتېدلای سي. د بيلو بوټو غوړي د ورېښتانو له پاره ګټه رسوي. خو څوک خپل کنډيشنر يا د ورېښتانو د غوړولو مواد پخپله هم جوړولای سي. د بېلګي په توګه د اوکادو مېوې سره که څوک د لمرګل څو قاچوغي غوړي او د ليمبو لږ اوبه يوځای کړي نو ورڅخه ورېښتانو ته ښه کنډيشنر جوړولای سي.
انځور: Colourbox د ورېښتانو د ماتېدو څو لاملونه وي. توند لمر، وچه هوا او د ورېښتانو د وچوونکې برقي آلې زياته ګرمه هوا د ورېښتانو د ماتېدو سبب ګرځېدلای سي. په دې ترڅ کي احتياط مفيد ثابتيږي.
انځور: Colourbox/Lars Zahner د ورېښتانو د ږمونځولو له پاره د ورېښتانو د ښه برس يا ږمونځي اهميت ډېر زيات وي. هغه برسونه چي له طبعي موادو څخه جوړ سوي وي، زيات ګټور وي. د ښه ږمونځي په مرسته د سر د جلد غوړي په ښه توګه تقسيمېدلای سي. ږمونځ او د ورېښتانو برس بايد هميشه پاک وي.
انځور: Colourbox د ورېښتانو تقريبا ټول رنګونه کيمياوي اجزا لري. تر زيات وخت پوري د ورېښتانو رنګ بدلوونکي رنګونه د ورېښتانو تر بيخ پوري رسيږي او له همدې کبله زيانمن وي. که يو ځل پر ورېښتانو نکرځي لګول سوي وي نو باندي په آېنده کي رنګ لګول زيانمن تمامېدلای سي.
انځور: Colourbox د ورېښتانو د ښه صحت له پاره متوازنه غذا ډېره مهمه ده. په بدن کي د مهمو مالګو يا مينرلز او ويټامنونو کمښت پر ورېښتانو هم منفي اغېز لري. سابه، کبان يا ماهي، ميوه او ورته ښه خوراک د ټول بدن او په همدې شان د ورېښتانو د روغتیا له پاره ګټور وي.
انځور: Colourbox دوامداره ذهني فشار د کورټيزول د زياتېدو لامل کيږي چي د دغه اغېز په مستقيمه توګه پر ورېښتانو هم کیږي. محقيقين د دغې پدېدې په بشپړه پوهېدلو کي لا نه دي بريالي سوي. خو يوه خبره چي اوس لا روښانه ده، هغه دا ده چي سپورټ او اړين ارام د ذهني فشار په کمولو کي مرسته کوي چي د نورو ګتو تر څنګ ورېښتان هم روغ ساتي.
انځور: Colourbox