1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

روهیت شرما به د ټیست او یو ورځنیو لوبډلو کپتان پاته وي

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

د ۲۰۲۴م کال د ۲۰ اوریز نړیوال جام تر ګټلو وروسته روهیت شرما له شل اوریزو نړیوالو لوبو تقاعد شو، خو پر دې سربیره به هغه په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د هند لوبډلې د لوبډلمشر په توګه پاته وي.

د هندوستان کریکټ بورډ ویلي چې روهیت شرما به تر دې وروسته د هند د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو د لوبډلې مشري په غاړه ولري.
د هندوستان کریکټ بورډ ویلي چې روهیت شرما به تر دې وروسته د هند د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو د لوبډلې مشري په غاړه ولري. انځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

د هندوستان کریکټ بورډ ویلي چې روهیت شرما به تر دې وروسته د هند د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو د لوبډلې مشري په غاړه ولري. هندوستان تیره میاشت په پای لوبه کې سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د شل اوریزو لوبو نړیوال جام وګاټه او تر دې لوبو وروسته نه یوازې ۳۷ کلن روهیت شرما بلکې ۳۵ کلن ویرات کوهلي او ۳۵ کلن رویندرا جدیجا له شل اوریز نړیوال جام څخه د خپل تقاعد اخیستو اعلان وکړ.

د نړیوال جام وروستی لوبه نه یوازې د یادو لوبغاړو بلکې د هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي راهول ډراویډ له پاره هم وروستی لوبه وه او نوموړي هم د خپل تقاعد اعلان وکړ.

د هندوستان د کریکیټد کنټرول بورډ سکرتر، جې شاه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «تر دې بریا وروسته بل پړاو هغه د ۲۰۲۵م کال د ټیسټ لوبو د اتلولۍ جام او چیمپینز ټرافي ده.» نوموړي زیاته کړې چې «زه پوره ډاډ لرم چې موږ به د روهیت شرما تر مشرۍ لاندې دواړه ټورنمنټونه وګټو.» جې شاه، همدا راز د هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي راهول ډراویډ هڅې هم ستایلي دي.

هندوستان تیره میاشت په پای لوبه کې سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د شل اوریزو لوبو نړیوال جام وګاټهانځور: Ash Allen/REUTERS

جې شاه په خپاره شوي ويډیويي پیغام کې د چمپینز ټرافي او د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته په اشارې سره وویل چې دا په تیر یوه کال کې دریم ځل وو چې موږ فاینل لوبو ته لار ومونده.

ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو چمپینز ټرافي به د ۲۰۲۵م کال له فبرورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د پاکستانپه کوربتوب ترسره شي، د هندوستان داسې ګاونډۍ هیواد چې هندوستان ورته د جیوپولټیکو دلایلو له کبله دغه هیواد ته له سفره ډډه کړې ده.

د ټیسټ لوبو اتلولي بیا د ۲۰۲۵م کال د جون په میاشت کې د انګلستان په لارډز لوبغالي کې کیږي. هندوستان تر اوسه پورې دوه ځلې د ټیسټ لوبو د اتلولۍ نیمه نهايي لوبو ته لار موندلې او تیر کال یې په فاینل لوبه کې له آسترالیا څخه شکست ومانه.

آژانسونه/ خ.ح / س.ر

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

33:09

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب