1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له شولڅ څخه له طالبانو سره د اړيکو د عادي کېدو غوښتنه

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو رهبرانو په قزاقزستان کې د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ څخه غوښتي دي چې آلمان دې په افغانستان کې د طالبانو له رژیم سره خپلې اړيکې عادي کړي.

Kasachstan l Zentralasien-Gipfel mit Kanzler Scholz in Astana
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د منځنې آسیا د یو شمېر هېوادونو رهبرانو له شولڅ څخه دغه غوښتنه د قزاقستان په پلازمينه کې د يوې غونډې پر مهال کړې ده.

آلمان په افغانستان کې د حاکمو طالبانو منتقد دی او په افغانستان کې ېې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د دوو لسیزو پوځي ماموریت په جریان کې د دغه ماموریت د ېوې برخې په توګه په افغانستان کې خپل پوځیان لرل. 

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو په یوه غونډه کې د ګډون له پاره د قزاقستان پلازمینه آستانه کې دی. د دغو پنځو هېوادونو له ډلې درې ېې، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره ګډې پولې لري.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ (ښي لور) د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې له خپل قزاق سیال قاسم جومارت توکایف سرهانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

شولڅ د سه شنبې ورځې په غونډه کې د افغانستان په هکله خپل نظر کې محتاط پاتې شو او د افغانستان په تړاو ېې په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو لګولو شوو محدودیتونو ته اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه: «هلته چې کوم څه روان دي د نه تحمل وړ دي. دا زموږ له پاره ډېره روښانه ده چې د طالبانو حکومت په نامشروع توګه واک ته رسېدلی او په حاضر وخت کې چې کوم تحولات په دغه هېواد کې راځي، ډېر خواشیني کوونکي دي.»

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته واکمن شول. د افغانستان پخوانی حکومت چې د لوېديځ ملاتړ ورسره وو، ژر ړنګ شو. د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلي.

mks/nz(dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب