1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو د امنیت شورا غوښتنې

۱۴۰۲ اسفند ۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوه پر دريمه برخه غړيو له طالبانو څخه د هغو ټولو سياستونو او فرمانونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده چې له مخې یې پر ښځو او نجونو محدوديتونه وارديږي او توپيري چلند ورسره کيږي.

آرشيف انځور: د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوه غونډه
آرشيف انځور: د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوه غونډهانځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون، دوشنبه (۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ ۲۶) په يوه غونډه کې د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړې. د دې غونډې په پای کې د امنيت شورا د ۱۵ غړيو څخه ۱۱ يې د طالبانو له لوري د ښځو او نجو ځپل وغندل او يو ځل بيا یې په سیاسي، عامه، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې هغوی ته د مساوي ونډې پر ورکړي او په ځانګړي توګه په ټولو پريکړو کې پر شاملولو ټینګار وکړ، څو د افغانستان له واکمنانانو سره د نړيوالې ټولنې ښکيلتیا ته زمینه برابره شي.

تر غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د ګويانا سفيرې کارولاين رودرېګس – بيرکټ، د نورو لسو هېوادونو د سفيرانو په حضور کې ګډه اعلاميه ولوستله.

د امنيت شورا ۱۱ غړيو هېوادونو د دې اعلامیې ملاتړ وکړ چې اګوادور، فرانسه، ګويانا، جاپان، مالټا، سيراليون، سلوانيا، جنوبي کوريا، سويس، بريتانيا او امريکا متحده ایالات پکې شامل دي. دې هېوادونو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې يوازې په هغه صورت کې پایداره سوله راتللی شي، چې سياسي پروسه ټولشموله او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وشي.

د امنيت شورا څلورو غړيو دا اعلاميه لاسليک نه کړه چې په هغه کې روسيه، چين، موزمبيق او الجيريا شامل دي.

د ملکرو ملتونو عمومي منشي د دوحې د غونډې په ترڅ کې چې د فيبرورۍ میاشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټه جوړه شوې وه، خبريالانو ته ويلي ول چې په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د مدغم کیدو پر غوښتنه «بشپړه اجماع» موجوده ده.

د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې، د اروپايي ټولنې، اسلامي همکاريو سازمان او شينګهای د همکاريو سازمان استازي هم شامل ول. طالبانو په دې غونډه کې له ګډونه انکار کړی وو.

ګوتېرش په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې په نړيواله ټولنه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د مدغم کیدو له پاره افغانستان باید «د ترهګریزو فعاليتونو چې پر نورو هېوادونو اغیز کوي، ټاټوبی نه وي.«

د نوموړي په خبره همدا شان په ادارو او مهمو بنسټونو کې د ټولو قومونو سره تړاو لرونکي يعني ازبک، تاجيک، پښتانه او هزاره شامل وي او د ټولو افغانانو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو بشري حقونو ته درناوی باید وشي.

تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه پريکړه ليک پر اساس له انتونیو ګوتېرش، څخه غوښتنه شوې وه چې له ټولو اړخونو چې طالبان هم پکې شامل وي، تر مشورو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له پاره استازی وټاکي.

ګوتېرش وويل چې د دوحې غونډې ګډونوالو پريکړه وکړه چې په دې اړه باید سلا مشورې پېل شي «څو وکتل شي چې آيا د ملګرو ملتونو د يوه داسې استازي د غوره کولو له پاره شرايط برابر دي چې هغه نه يوازې د هغږي کوونکي د نقش لوبولو جوګه واوسي، بلکې همدا شان د افغانستان اوسنيو حاکمانو سره هم په اغیزمنه توګه کار وکړای شي.»

د ملګرو ملتونو د وياند شتيفان دوجارک، په حواله دا چېطالبانو د دوحې په غونډه کې ګډون نه وو کړی، نو د ملګرو ملتونو د مشر سياسي مرستيالې روزمېري ډی کارلو، په دوحه کې د ميشتو طالب چارواکو سره وليدل. ډي کارلو بيا د دوشنبې ورځې په غونډه کې چې د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه، د امنيت شورا استازو ته د دې ليدنې کتنې په اړه معلومات ورکړل.

طالبان تر اوسه د نړۍ د يوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل