1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو د مالیزيا د معارف وزارت کوربتوب د جنجال باعث شوی

۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

د مالیزیا د پوهني وزیر له طالب پلاوي سره د کتلو له امله له نیوکو سره مخامخ شوی دی. دا په داسي حال کې ده چې په نوامبر میاشت کې د مالیزیا د پوهني وزارت د طالب پلاوي کوربتوب کړی.

د شهاب الدین ثاقب، په مشری د طالبانو د پوهني وزارت یو پلاوی دوې اونۍ تر مخه د مالیزیا پلازمینې کوالالمپور ته سفر کړی و
د شهاب الدین ثاقب، په مشری د طالبانو د پوهني وزارت یو پلاوی دوې اونۍ تر مخه د مالیزیا پلازمینې کوالالمپور ته سفر کړی وانځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

د شهاب الدین ثاقب، په مشری د طالبانو د پوهني وزارت یو پلاوی دوې اونۍ تر مخه د مالیزیا پلازمینې کوالالمپور ته سفر کړی و. د مالیزيا د پوهنې وزارت له لوري د دغه پلاوي کوربتوب خورا جنجالونه راپارولې دي.

د مالیزیایې رسنیو د راپورونو له مخې، د ډیموکرات ګوند مشر او د مالیزیا د پارلمان استازي، لیم ګوان انګ د خپل هیواد د پوهني وزارت څخه غوښتنه کړې څو د طالب پلاوي د کوربه توب په اړه توضيحات ورکړي.

لیم وویل چې دافغانستان اوسنیو واکمنانو تعلیم ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی دی. هغه ویلي: « د هیواد د پوهنې وزارت بايد خلکو ته څرګنده کړي، چې ولې يې د داسې يو هېواد سره خبري اتري کړي دي، چې په ثانوي او د پوهنتون په کچه يې زده کړو ته د ښځو او نجونو لاسرسى محدود کړى دى.«

دغه مالیزیايي سیاستوال وویل: «موږ له دوی سره (رسمي) ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرو. ولې داسې لیدنه ترسره شوې ده؟ خلک باید پوه شي او وزیر باید وضاحت ورکړي.»

په راپور کې دا هم راغلي چې، د طالبانو دغه پلاوي مالیزیا ته د یوه اوونیز سفر په ترڅ کې له یو شمېر ښوونځیو او ښوونیزو انستیتوتو څخه لیدنه کړې ده.

په همدې حال کې د مالیزیا د پوهنې وزیر د طالبانو د پلاوي له کوربتوب څخه دفاع کړې ده.

د راون کال د نومبر په ۱۶، د مالیزیا د پوهنې وزیر فضلنا صدیق تایید کړه چې وزارت یې د طالبانو د ادارې د چارواکو کوربه و.

د مالیزیا د پوهنې وزیر وايي، د طالبانو د پلاوي کوربتوب د تېر کال د ولسمشر له هغې وینا سره سمون خوري چې ویل شوي ول هېواد یې له افغانستان سره لا زیاتې همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزې ریل پټلۍ ګټې څه دي؟

02:47

This browser does not support the video element.

د «د سټار» ورځپاڼي د راپور له مخې د «ام سي اې» ګوند مشر دتوک سری در وي کا سیونګ، هغه ادعا چې ګواکي د مالیزیا د پوهني وزارت مرستيال وونګ کاوو، د طالب پلاوي له کوربتوب څخه خبر نه دی، تر پوښتني لاندي راوستلې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب