1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د علماوو ناسته: تعلیم پر نر او ښځه فرض دی

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ویلي دي چې تعلیم پر نر او ښځه فرض دی. خو کارپوهان شک لري چې د دیني عالمانو دغه ټینګار به د طالبانو په سیاست کې کوم بدلون راولي.

د اسلامي نړۍ عالمانو طالبانو سره په یوې کتني کې د ښځو پر زدکړو ټینګار وکړ
د اسلامي نړۍ عالمانو طالبانو سره په یوې کتني کې د ښځو پر زدکړو ټینګار وکړانځور: Majid Saeedi/Getty Images

د اسلامي همکاریو د سازمان یو پلاوی له یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې دی او له طالب چارواکو سره په اسلام کې د اعتدال او د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه په خبرو بوخت دی.

د اسلامي همکاریو د سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه پلاوي غړو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله آغا او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست مولوي ندا محمد ندیم سره کتلي دي.

د دغې خبرپاڼې پربنسټ، پلاوي د ښځو او نارینه وو پر زده کړو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې »دواړو لورو ټینګار کړی چې د اسلامي علماوو په اجماع سره زده کړه د نارینه او ښځو له پاره شرعي فرض دی.

 د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: « دغه پلاوي په دې حساس تاریخي پړاو کې د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ ټولو تحصیلي سطحو او تخصصونو کې د هلکانو او نجونو د شاملولو له پاره د هر اړخیزو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.»

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دې برخه کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان له پاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت چې د دغه پلاوي غړی هم دی، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم ملاقات او خبري کړي دي.

 د اسلامي همکاریو د سازمان د اعلامیې له مخې په دې کتنه کې هغه افغانستان ته د عالمانو د سفر د پایلو، له علماوو او طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو په اړه د مهمو مسایلو لکه په اسلام کې د زغم او اعتدال، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه خبرې کړي دي.

خو دا چې د اسلامي همکاریو د سازمان د دغې غوښتنې په ځواب کې طالب چارواکو څه ویلي دي، په دې اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه وزارت له مشر سره د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي د لیدنې خبر ورکړی دی، خو د ښځو پر زده کړو د بندیز د لیرې کولو په اړه یې د دغه سازمان اصلي غوښتنې ته اشاره نه ده کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکس ټولنیزه رسنۍ )پخوا د ټویټر په نامه یادیده(  لیکلي دي، چې طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره د امنیت، اقتصادي پراختیا، د غیر مسوولو وسله والو او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، د اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او ښوونیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دغه پلاوي کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان له پاره د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت او د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، بحرین، مالیزیا، اندونیزیا، چاد او یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمان شامل دي.

آيا طالبان به د اسلامي نړۍ د علماوو غوښتنې ومني؟

دا چې طالبانو د نجونو پر زده کړو او کار د بندیز د لیرې کولو له پاره د بشري حقونو د سازمانونو او غربي هېوادونو پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی، داسې هیلې شته چې د اسلامي همکاریو سازمان په دې برخه کې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

خو یو شمېر حقوقي او دیني کارپوهان په دې باور دي چې طالبان به د اسلامي همکاریو سازمان دغې غوښتنې ته هېڅ پام ونه کړي.

د حقوقي چارو کارپوه ضیا بدخش په دې اړه وايي: «د اسلامي هېوادونو بېلابېلو پلاوو په رسمي سفرونو کې څو ځلې له طالبانو سره د نجونو د تعلیم په اړه خبرې کړې دي، خو د طالبانو ستونزه دا ده چې د دې پر ځای چې اسلامي شریعت اصول عملي کړي، د خپل حکومت د اصولو او مرامنامې پر بنسټ عمل کوي.»

هغه زیاتوي: «که طالبان د شریعت له اصولو سره سم عمل وکړي، موږ په قران کریم کې په لسګونو آیتونه لرو چې د تعلیم امر کوي.»

طالبان په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته ښځې او نجونې له زده کړو، کار کولو، تفریحي ځایونو ته د تګ او د خپلې خوښې کالیو له اغوستلو منع کړي او ښځې او نجونط له عمومي فضا کابو محوه شوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب