1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

له فرانسې بریتانيا ته تلونکي ۴ مهاجر مړه شوي

۱۴۰۲ دی ۲۴, یکشنبه

فرانسوي چارواکي وايي تېره شپه ېې شاوخوا ۷۰ مهاجر چې غوښتل ېې د فرانسې له شماله د انګلیس کانال له لارې بریتانيا ته واوړي ژغورلي. څلورو مهاجر مړه موندل شوي او یو بل په سخت وضعیت کې ژغورل شوی دی.

Symbolbild I Flucht und Migration
انځور: Ben Stansall/AFP

د فرانسې خبري آژانس پېښې ته له باخبره سرچينو په حواله لیکي چې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴مه کال د جنوري ۱۴مه) د کوچنیو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۷۰ مهاجر ژغورل شوي دي. چارواکو ويلي چې دغو مهاجرو غوښتل له منفي څخه په ښکته درجه د سانتیګراد هوا کې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

چارواکو ويلي دي چې د دغو مهاجرو کوچنۍ کښتۍ شپې شاوخوا دوه بجو له ستونزې سره مخ شوې وه او دوی هڅه کوله تر څو د فرانسې ویميریوکس ښارګوټي ته نژدې یوې کشتۍ ته ځانونه ورسوي. په رپوټ کې د مهاجرو هويت نه دی ښودل شوي دی.

د فرانسې د بولون-سور-مر ښارګوټي د سمندرې ادارې یوه ویاند ووېل: «موږ په روغتون کې د څلور مهاجرو مړي او یو بل مهاجر چې په سخت وضعیت کې دی، لرو.» دا روان کال په انګلیس کانال کې د مهاجرو د مړينې لومړنۍ پېښه ده.

چارواکي وايي د دوو فرانسوي کشتیو پرسونل وتوانېدل دغه «بې هوښه او بې ځانه» مهاجر له اوبو څخه وژغوري. دوی اټکل کوي چې د پېښې په ځای کې د اوبو د حرارت درجه شاوخوا ۹ درجې وه. ټول ژغورل شوي کسان د فرانسې کالې ښار ته انتقال شوي دي. يوې سرچېنې د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې شپې شاوخوا ۳ بجې ۷۰ مهاجر راوړل شول. هغه وويل په دغو افرادو کې یوه بشپړه کورنۍ هم شامله ده چې ډېری غړي يي تنګي ځوانان دي.

بريتانیا ته تلونکي غیرقانوني مهاجرتونه ډېری وخت د فرانسې له شماله د انګلیس کانال له لارې په کښتیو کې ترسره کيږي. د بریتانيا حکومت وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې د اروپا له اصلي وچې څخه نژدې ۳۰زره مهاجر د مانشن کانال له لارې په کوچنیو کشتيو کې دغه هېواد ته داخل شوي دي.

  (AFP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب