د تیرې سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر۲۵نیټه) بریتانوي او فرانسوي چارواکو د فرانسې او بریتانيا ترمنځ په دغه کانال کې په پنځو کښتیو کې سپاره د عراق، ایران او افغانستان شاوخوا ۴۰ مهاجر وژغورل. په دوی کې کوچنيان هم ول. تر هغه وروسته هم په کوچنیو کښتیو کې سپاره ۱۲ نور پناه غوښتونکي و موندل شول. سربیره پر دې د جمعې په ورځ ځايي چارواکو په یوه بله کښتې کې د سوریې او عراق ۱۲ کسان وژغورله.
اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د مهاجرت په چارو کې وزیره کارولینا نوکیس د ډوفر ښار د ځايي پارلمان له غړي چارلي ایلپیچکي سره ملاقات وکړي. ایلپیچکي په دې کانال کې د ګزمو په موخه د لا ډیرو کښتیو غوښتنه کړې څو په دې سیمه کې د قاچاقبرانو شبکې له منځه یوړل شي.
دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغه کيږي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید د مانش په نامه د دې کانال له لارې د پناه غوښتونکو د تیریدو مخ پر ډیریدونکي هڅې «یوه ستره پیښه» یاده کړه. د رپوټونو په حواله جاوید د فرانسې له چارواکو سره د خبرو غوښتنه کړې، څو د نوي کال رخصتیو پرمهال فرانسه د مانش کانال له لارې د مهاجرو د تیریدو ډیریدونکو هڅو ته د حل لار پیدا کړي.
له کلونو راهیسې په زرونو پناه غوښتونکو او مهاجرو د فرانسې کانال بندرونو ته په دې نیت مخه کړې څو په ناقانونه توګه بریتانیا ته واوړي. د دوی زیاتره یې په برتانیا کې یا د کورنۍ غړي او یا هم خپلوان لري.
په پاریس کې د «ځنگل» کمپ د زرونو مهاجرو سرگرداني
په زرونو مهاجر د فرانسې د کالې سیمې د «ځنگل» کمپ تر خالي کیدو وروسته په دغه هیواد کې د نوې سرپناه موندلو په لټه کې دي. پاریس هم له هغو ښارونو څخه دی چې پکښې مهاجر د هستوگنې د یوه ځای په لټه کې دي.
انځور: Reuters/P. Rossignolد کالې «ځنگل» کمپ په زرونو پناه غوښتونکو د پاریس په ښار کې په دې امید خیمي وهلي دي چې دغه کمپ بیا پرانیستل شي او له هغه ځایه بریتانيا ته ولاړ شي. د پاریس پولیس مهاجر له یو شمیر هغو ځایونو لیري کړې چې هلته یې کوچنې خیمې وهلې وې.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Valatد هغو پناه غوښتونکو شمیر چې په پاریس کې یې خیمې وهلي، د «ځنگل» کمپ تر تړل کیدو وروسته درې برابره ډیر شوی دی.
انځور: Reuters/C. Platiau هغه مهاجر چې تیر کال فرانسې ته تللي، زیاتره یې د افغانستان، عراق، اریتریا او سودان سره تړاو لري. هغوی هڅه کوي چې د مانش له کانال څخه د لاریو او یا هم کوچنیو موټرو په واسطه په غیر قانوني توگه بریتانیا ته واوړي.
انځور: Reuters/P. Rossignolپه دغه انځور کې د «ځنگل» کمپ ته څیرمه د پناه غوښتونکو یوه ډله لیدل کیږي. کله چې د فرانسې پولیسو د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه د دغه کمپ خالي کول پېل کړل، څو وارې مهاجرو هلته خیمو ته اور ورته کړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Laurentپه زرونو کسانو بریتانيا ته تر تللو پورې د اوږدې مودې له پاره دغه کمپ پخپل مؤقتي کور اړولی وو. چارواکو په «ځنگل» کمپ کې د زیاتو اعتراضونو د رامنځ ته کیدو په دلیل څو وارې د دغه کمپ د ځای د بدلیدو فکر کړی وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camusپه کالې کې د پناه غوښتونکو د اقامت له پاره په پام کې نیول شوو کانتینرونو تر څنگ، ډیر شمیر کډوال اړو چې په خپل لاس له څاردو او ترپالونو جوړو شوو غیر معیاري کوډلو او خیمو کې ژوند وکاندي.
انځور: Reuters/P. Wojazerپه انځور کې لیدل کیږي چې یو ماشوما د «ځنگل» کمپ رستوارانت کې د بیلیارد لوبه کوي، چې اوس نور نه شته. د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې د کالې کمپ چې د مهاجرو شمیر یې کابو لسو زرو ته رسیده، په بشپړه توگه خالي کړل شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguenد فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، ژمنه کړې ده چې هیڅ مهاجر به د کالې کمپ ته بیرته ور و نه گرځي. «ځنگل» کمپ چې موجود وو، نو په اروپا کې د مهاجرو د بحران په یوه سمبول اوښتی وو.
انځور: Reuters/C. Platiau پر دې ټولو سربیره په ۲۰۱۶م کال کې د فرانسې چارواکو د فرانسې په کاله کې د جنګل په نامه د مهاجرو یو داسې کمپ ویجاړ کړ چې پکې د اټکلونو له مخې شاوخوا۶۰۰۰ کسان میشت ول. له هغه وخت راهیسې د دې هیواد پولیسو په دوامداره توګه نور کوچني کمپونه هم تخلیه کړي دي.