له فیدل کاسترو سره مخه ښه
۱۳۹۵ آذر ۱۴, یکشنبهکيوبايانو د فيدل کاسترو سره مخه ښه وکړه
رایول کاسترو د خپل ورور د خښولو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې هغه ته یې ورور وصیت کړی وو چې له مرګ وروسته د څوک د هغه په یاد څلې نه جوړوي او د دې هیواد هیڅ سړک یا لار د هم د هغه په نامه نه نومول کیږي.
د سانتیاګودکوبا ښار د کیوبا په په جنوب شرق کې موقعیت لري او د دې هیواد د تاریخي انقلاب د رامنځ ته کیدو مرکز ګڼل کیږي.
تمه ده چې د فدل کاسترو جسد چې د دغه انقلاب مشري یې کوله د همدې ښار په هدیره کې خاورته وسپارل شي. په ټوله کیوبا کې له نن وروسته د فدل کاسترو د مړینې له امله د نهو ورځو له پاره سرتاسري ماتم اعلان شوی دی.
د شنبې په ورځ چې دیسمبر میاشتې له ۴مې نیټې سره برابره ده، د سانتیاګودکوبا د ښار په مختلفو څنډو او میدانونو کې لسګونه زر کیوبایان را ټول شوي وو او د خپل انقلابي رهبر سره یې د وروستي ځل له پاره مخه ښه وکړه.
د فیدل کاسترو جسد له هاوانا ښار څخه تر سانتیاګو پورې تر ۹۰۰ کیلومتر مزل وروسته بالاخره په دې ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو برخه اخیستې وه چې له دې جملې څخه د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، د بولویا ولسمشر اوو مورالس، د برازیل پخوانیو ولسمشرانو لویز ایناسیو لولا دا سیلوا او دیلما روسف ګډون درلود.
د فوټبال د نړۍ وتلې څیره دیګو مارادونا هم د دې مراسمو د ګډونوال په کتار کې شتون درلود.
فیدل کاسترو د تیرې نومبر میاشتې په ۲۵ نیټه د ۹۰ کلونو په عمر د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې له اوږدمهالې ناروغۍ وروسته ومړ.
د فیدل کاسترو جسد د تیرو څو ورځو په ترڅ کې د کیوبا په مختلفو ښارونو کې وګرځول شو او زرګونو کسانو یې د احترام له پاره سړکونو ته راغلي وو. په هغه لار چې د کاسترو جسد انتقالیدو، د تاریخې لارې په نامه یادیږي.
په ۱۹۵۹م کال کې د فیدل کاسترو په مشرۍ یاغیانو د «آزادۍ د کاروان» تر نامه لاندې یو انقلاب پیل کړ چې له همدې لارې مخ پر وړاندې یې پرمختګ وکړ.
په ۱۹۵۹م کال کې د فیدل کاسترو په مشرۍ یاغیانو د «آزادۍ د کاروان» تر نامه لاندې یو انقلاب پیل کړ چې له همدې لارې مخ پر وړاندې یې پرمختګ وکړ.
مخکې له دې چې په ۲۰۰۶م کال کې کاسترو د حکومت واګې خپل ورور رایول کاسترو ته وسپارې، هغه د ۴۷ کلونو له پاره په کیوبا کې حکومت وکړ.
د کاسترو د مړینې له امله په ټوله کیوبا کې د نهو ورځو له پاره ملي ماتم اعلان شوی او په دې ترڅ کې به د موسیقۍ کنسرتونه او ورزشي لوبې نه ترسره کیږي.
د کاسترو ورور، رایول کاسترو د خپل ورور د خښولو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې هغه ته یې ورور وصیت کړی وو چې له مرګ وروسته د څوک د هغه په یاد څلې نه جوړوي او د دې هیواد هیڅ سړک یا لار د هم د هغه په نامه نه نومول کیږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.12.2015):
کولمبيايي پېغله ولي يوه دقيقه د نړۍ د ښکلا ملکه وه؟
د نړۍ د ښکلا ملکې د ټاکلو سږني مراسم هغه وخت جنجالي شول چې د خپروني چلوونکي لومړی یوه کولمبیايۍ د ښکلا ملکه اعلان کړه او بیا یې لږ وروسته وویل چې غلطي شوې وه او اصلي ملکه د فلیپین ده.
دغه مراسم د امریکا په لاس ویګاس کې ترسره شول. د برنامې چلوونکي کولمبیایي ګډون کوونکې د ښکلا ملکې په توګه اعلان کړه.
د کولمبیا ګډون کوونکي په داسې حال کې چې له خوښۍ ژړل د کمرو مخې ته راغله او په تالار کې حاضرو کسانو ته یې لاس ښوراوه.
خو د هغې خوشحالي تر ډیره وخته دوام و نه کړ، ځکه د خپرونې چلوونکي په مایک کې وویل چې غلطي یې کړې او دا چې کولمبیایي نجلۍ په اصل کې دوهم ځای خپل کړی دی.
د خپرونې چلوونکې خپله غلطي اصلاح کړه او اعلان یې وکړ چې د سیالي ګټونکې په اصل کې د فلیپین ګډونواله ده.
په دې ترتیب سره تاج له کولمبیايي پېغلي څخه واخیست او د فلیپینۍ پېغلي پر سر یې کیښود.
په دې انځور کې د سیالۍ نورې ګډونوالې د ۲۰۱۵م کال د ښکلا ملکې ته مبارکي وایي.
د خپرونې چلوونکي ستیو هاروي، تر خپروني وروسته په تویتر کې هم یووار بیا بخښنه وغوښته.
د نړۍ د ښکلا ملکې د انتخاب مراسم په خاصه توګه د لاتین امریکا او اسیایي هیوادونو کې مینه وال لري.
د ۲۰۱۵م کال د ښکلا ملکه پیا ووترزباخ نومیږي چې مور یې د فلیپین او پلار یې د آلمان دی. هغې په دې سیالي کې د فلیپین هیواد په استازیتوب ګډون کړی وو.
د سیالي وروستي پړاو ته د امریکا، کولمبیا او فلیپین هیوادونو ګډونوال راوتلي ول.