د آلمان مرستندويه ټولنه افغانستان کې کارونو ته دوام ورکوي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سهشنبه
د آلمان له «لوږې سره د مبارزې نړيوال سازمان» په پام کې لري چې په اقغانستان خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. دې سازمان تر دې مخه د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز له کبله خپل فعاليت په موقتي ډول ځنډولی وو.
اعلان
له « لوږې سره د مبارزې نړيوال سازمان« غواړي چې د طالبانو له خوا پر بندیزونو سربیره هم په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. دې سازمان د دوشنبې په ورځ وويل: « طالبانو له خوا د تیر کال د دسمبر په مياشت کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته دغه نړیوالې ټولنې خپلې پروژې په موقت ډول د فبرورۍ تر نيمایي پورې ځنډولې وې».
دغه سازمان زياته کړې چې له طالب چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته، هغوی ډاډ ترلاسه کړی چې له ښځو او نجونو سره د مرستو له پاره کوم خنډ نه رامنځ ته کيږي.
په آلمان کې د دې سازمان عمومي منشی ماتياس موگه وويل: «ولږه او او فقر د هيرولو له گواښ سره مخ دي، ځکه په حقيقت کي د [افغانستان] دي فاکتو حکومت د ښځو د کار د بندیز پر خپل دريځ ولاړ دی او نړۍ له يو شمير بشري بحرانونو سره مخامخ ده.»
د کروشیا په تووارنیک ښار کې آلماني او پولندي رضاکاران له خپلو موټرو څخه کډوالو ته ګرمه دوډۍ ویشي. یو کډوال له رضاکارانو څخه مننه کوي او وایي چې دا خوراکي مواد د هغه د تیرو ورځو خورکی موادو په پرتله چی وچه دوډۍ او د کب کنسرو وو، ډیر خوندور دي. د رضاکارانو دا ګروپ هره ورځ لږ تر لږ درې ځلې دوډۍ پخوي او کډوالو ته یي ویشي.
انځور: DW/D. Cupolo
د توزیع نوي جوړشوي مرکزونه
په تووارنیک ښار کې ماشومان له خالی بوتلو سره له خپلط خیمو نه بهر راوځی. رضاکاران د خلکو د مرستو له پیسو نه د خوراک او څښاک مواد اخلي او ځینی وختونه ډک پلورنځی خالي کوي.
انځور: DW/D. Cupolo
د لومړنیوو موادوو رسول
د اوبو ټانکرونه کم دي، نو ځایي خلک د اوبو شیردانونه پرانیزي ترڅو کډوال ځان او یا هم خپل لاسونه ووینځي. د کرواشیا په تووارنیک ښار کې کډوال یوازې اوبو ته اړتیا نه لري بلکه هغوي بریښنا ته هم اړتیا لري ترڅو خپل مبایلونه چارج کړي.
انځور: DW/D. Cupolo
د اوږدو کتارونو سفر
اورګاډو یا بسونو ته د ختلو لپاره کتاریدل د کډوالو د سفر یوه لویه برخه ده. کله کډوال د څو ورځو لپاره په کتار کی دریږي او یو ځل چی ودریږي نو بیا خوځیدل يي هم ګران کار وي. سربیره پر دي چي د سره صلیب د دوډۍ توزیع یو مرکز په تووارنیک ښار کې شته خو رضاکاران بیا هم په کتار ولاړو کډوالو ته دوډې وړي ترڅو هغوې په کتار کې خپل ځای له لاسه ور نه کړي.
انځور: DW/D. Cupolo
د شپي له خوا کار کول
هغه کسان چی اخر رارسیږي په معمولي توګه ډیرو مرستو ته اړتیا لري. ماشومان او کورنۍ د مجرده نارینه و په پرتله ورو مزل کوي او رضا کاران هم شپه او ورځ کار کوي چی هغوې ته مرستي ورسوي. نیزر لیکاج چی یو کرواشیاوي رضاکار دې وایي: «ما نن هیڅ هم نه دي خوړلي، زه د شپی کافي او سهار ریدبول انرژی څښکم. زه طالعمن یم چی له غرمې وروسته دری ساعته ویده کیږم.»