1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له متقي سره د يوناما د مشرې لیدنه، په کومو مسایلو غږیدلي؟

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ آذر ۵, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتونبايوا په افغانستان کې د واکمنې ډلي د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقيانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د دغه وزارت ویاند حفیظ ضیا احمد پر خپل اکس پاڼه (پخواني ټويټر) لیکلې چې په دغې کتنې کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د جبري اېستنې، له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو او ځينو خيريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو په اړه  خبرې شوي دي.

په دغه ټویټ کې دا هم راغلې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلې: «په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د هڅونې او ملاتړ او د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنيو، او د افغانستان پر خپلو پښو درېدلو په څېر د حادو مسائلو پر حل تمرکز وکړي.»

دا په داسي حال کې ده چې نن متقي په یوې بلې ځانګړې ناستې کې په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر خواجه عوضوف سره هم خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ ضیا احمد  په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې دغه کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو په اړه هراړخیزې خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې پرون د نومبر پر ۲۵ هم د طالبانو دغه لوړ پوري چارواکې  په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي ول. د طالبانو له واکمنۍ څخه دووه کاله تیر شوې خو لا هم دغه ډله د نړیوالو له خوا هیڅ ډول رسمیت نلري او تر ټولو لوی لامل هم د ښځو د حقونو نه مراعات کول دي. د نړیوالو د فشارونو سره سره طالبانو لا هم د نجونو او ښځو د کار او زدکړو د بیا پیلیدو په اړه کومه پریکړه نده کړې. د دې تر څنګ د واکمنې ډلې لوړ پوړي چارواکې وایې چې د شریعت سره برابره فضا یې د ښځو او نجونو له پاره برابره کړې ده. له دې سره سره هم نجونې او مېرمنې په عادي ډول ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه شي تللی. 

افغان نجونو د زده کړو په اړه نړیوال فشارونه کومه پایله لري؟

30:07

This browser does not support the video element.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب