1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مسافرو ډکه الوتکه څرنگه بې ټيره کښېنول سوه؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

د ميانمار د ملي هوايي شرکت يوه پيلوټ د مسافرو ډګه الوتکه د مخ له ټير پرته پر ځمکه کښېنوله. پيلوټ له هغه وروسته دغې خطرناکې ناستي ته اړ شو چې د بيړني پروسيجر يوه برخه له کاره ولوېده.

Myanmar Flughafen Mandalay  Notlandung Passagierflugzeug
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Thura

د ميانمار د ملي هوايي شرکت (MNA) دغه الوتکه (په انځور کې) د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۱۲مه) د ميانمار د مندلای په نړيوال هيوايي ډګر کې له دغې پيښي سره مخ شوه. تر پيښې وروسته د اوروژنې کارکوونکي په داسې حال کې چې د اوبو پايپونه يې په لاسونو کې ول، د پيښې ځاي ته ورسيدل او په کار يې پيل وکړ.

په دغه پيښه کې د الوتکي کپتان، میات مو اونګ، په دې وتوانيد چې دغه الوتکه چې۱۹۰مسافر پکې سپاره ول، په کاميابۍ سره پر ځمکه کښينوي.

اونګ له هغه وروسته بيړنۍ ناستې ته اړ شو چې د ناستې پر وخت د الوتکي د مخ ټير له فعاليته ولوېد. هغه الوتکي ته د هغې د مخ برخې په ذريعه ناسته ورکړه، په پيښه کې نه د الوتکي عمله او نه هم مسافر ژوبل شوي دي. 

د ميانمار دولت د پيلوټ دغه کار ستايلی دی. د مخابراتو او ترانسپورت وزارت سکرتر وين کهانت وويل: «پيلوټ يو ستر کار کړی.» هغه زياته کړه چې د پيښې په اړه څيړنه روانه ده.

خو هوايي شرکت نه ده تائيد کړې چې په دغه الوتکه کې څومره مسافر ول. د الوتکې جوړونکو، بيا په خپله انترنيت پاڼه کې ويلي دي چې الوتکه د ۹۶ تر ۱۱۴ کسانو پورې وړتيا لري.

(S.M/N.Z(dpa,Reuters,AP

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب