په تیرو اوونیو کې تل په دې هکله انديښنې څرگندیدې چې د داعش جنگیالي ملکي وگړي د انساني سپر په توگه ښایي وکاروي. ملگري ملتونه انديښنه لري چې دغه کسان د ترهگرو له لوري په هدفمنه توگه د داعش د قوماندې مرکز ته بیول شوي دي، څو د عراقي ځواکونو او د هغوی د متحدینو د پرمختگ مخه ونیول شي.
داعش له چریکي تکتیکونو کار اخلي
اوس د موصل ښار اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د نوموړې تندلارې ډلې جنگیالیو د موصل ښار په ختیځ او لویدیځ کې خلک په هدفمنه توگه نیولي دي. د هغوی په خبره د داعش جنگیالیو تر ټولو زیات له ځوانانو غوښتي دي چې په ښوونځیو کې راټول شي او خپلې تذکرې له ځانونه سره راوړي.
د عیني شاهدانو په خبره زیاترو کسانو د دې ویرې له کبله د دغه امر پر ضد مقاومت ښوولی، چې ښایي د ملکي سپر په توگه ترې استفاده وشي.
د ابو محمد په نوم یوه کس ویلي دي چې د ښار په لویدیځه څنډه کې داعش «ډیر خلک» په زوره ښار ته بیولي دي. د نوموړي په خبره د داعش جنگیالي فکر لري چې د عراقي ځواکونو له خوا د موصل ښار د نیولو په صورت کې ځان له ملکي کسانو سره گډ کړي او له هغوی سره یو ځای له ښاره وتښتي.
د داعش جنګيالي د موصل ښار د خوا او شا کليو اوسیدونکو څخه د "انسانی ډال" په توګه کار اخلي. ادعا کيږي چي د "اسلامي دولت" جنګيالیو موصل ته نږدي کليو څخه ۲۸۴ نارينه او ځوانان هلکان وژلي دي.
انځور: Reuters/Z. Bensemraڅو موده کيږي چې له "اسلامي دولت" څخه د موصل بیرته نیولو عمليات پيل شوي او لا هم دوام لري.
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilicد امريکا او عراقي دولت د وينا له مخې د موصل د بیرته نيولو عمليات، داعش د ښار او نږدي سیمو له اوسیدونکو څخه د "دانسانی ډال" په توګه کار اخلي.
انځور: picture-alliance/Zuma Press/B. Feherد شنبي په ورځ د سی ان ان خبري شبکي د امريکي د معلوماتي سرويس په استناد رپوټ ورکړې چې "اسلامي دولت" جنګيالیو (داعش) ۲۸۴سړي او تنکي ځوانان د موصل په نږدي پرتو کلیو کي وژلي دي.
انځور: Reuters/A. Al-Marjaniد اسلامي دولت ترهګره ډله،چې لا هم د موصل ښار کنترول په خپل لاس کې لري،له وژل شویو کسانو څخه يې ډير کله د "انسانی ډال" په توګه کار اخيستې وي.
انځور: Reuters/A. Al-Marjaniد ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسار زید رعد الحسین،چې"اسلامي دولت " له خلکو څخه د انسانی ډال په توګه کار اخلي، د جمعي په ورځ يې خپله اندېښنه يې څرګنده کړې وه.
انځور: Reuters/A. Al-Marjaniد الحسین، اپه وینا دغه ترهګري ډلې موصل ته نږدي کليو څخه ۵۵۰ کورنۍ دغه ښار ته ليږدولي دی،تر څو په خپلو هډو د هواي بريدونو مخه ونيسی.
انځور: picture alliance/AP Photo/K.Mohammedد ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې تر اوسه پورې ۳۹۰۰ کسان له دې ښار څخه په تېښته توانيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Akgulموصل چې په عراق کي د داعش تر ټولو وروستۍ ستره هډه ګڼل کيږي د ۲۰۱۴ کال جون په مياشت کې د "اسلامي دولت " له خوا ونيول شو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hamedد "موصل" د عملیاتو رهبري د عراق د پوځ پر غاړه ده. دغه عمليات د پوځ په ګډون، کردانو پيش مرګه مليشو،د سني داوطلب ځواکونو،شيعه او مسیحيانو،دغه راز د ائتلافي ځواکونو په ملاتړ او د امريکي په لار ښوونه تر سره کيږي.
انځور: Reuters/Z. Bensemraدغه راز "اسلامي دولت " دفاعی سنګرونه د موصل په خوا او شا کې له منځه او يو شمير کلي آزاد شوی دي.
انځور: Reuters/A. Al-Marjaniد موصل د آزاديدلو عملیات د دوشنبی شپي په نيماي کي پيل شول،عراقي پوځ له سويل څخه او پيشمرګي ځواکونو له شمال او ختيځ ، چې تر ټولو نه مهم د "اسلامي دولت" په کنترول کې ښار موصل د آزاديدلو له پاره پيل شول.
انځور: Reuters/A. Lashkariکردي پیشمرگه ملیشو هم په لومړنيو ساعتونو کې بريدونه پیل کړل،چې اوه کلې يې د موصل په ختيځ کې د داعش له کنترول څخه آزاد کړي دي.
انځور: picture-alliance/abaca/H. Huseyinد رپوټونو له مخې د موصل د آزادیدلو عملیات د ۲۰۰۳ کال پر عراق باندي د امريکا تر يرغل وروسته تر ټولو ستر نظامی عمليات دي.
انځور: Reuters/G. Tomasevicله ۴ زره پش مرګه مليشو او نږدي ۳۰ زره د عراقي پوځ ځواکونه په دي عملياتو کي ګډون لري.
انځور: Reuters/A. Rasheedپه موصل کې د اعش عملياتي ځواکونو شمير د ۳ نه تر ۵ زره پوري اټکل شوې. دغه ډلې د ښار په شا او خوا سیمو کې سمڅي ويستلی، په خاصه توګه په ځينو کې لکه د موصل په ختيځ کې مينونه خښ کړي دي.
انځور: DW/F. Neuhofپه موصل کې د يو ميلون او ۲۰۰ زره تر منځ انسانان ژوند کوي او نړيوال مرستندیونه سازمانونو وړاندوینه کړي چې د دغه ښار د آزادیلو عمليات به په زرګونو کسان اواره او بي کوره کړي.
انځور: picture alliance/Zumapressد ملګرو ملتونو د پناه غوښتني عالي کميسارۍ وايې؛ د داعش پر ضد جګړه کيدای شي د يو ميلون انسانانو د بې کوره کيدلو سبب شي،چې ۷۰۰ کسان به يې بشري مرستو ته اړتيا ولري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammedد موصل د آزادیدلو عمليات امکان لري چې په اونیو دوام وکړي ، له لومړينو بريالیتونو سره سره د دواړو خواو څخه ژورې ارزوني شتون نه لري..
انځور: Reuters/A. Jadallahد موصل په اطرافو کې د اوسیدونکو کسانو له لوري دغه څرگندوني د ملگرو ملتونو په رپوټونو کې هم تائیدیږي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ د سه شنبې په ورځ پر داعش باندي تور لگولی وو چې د موصل ښار په څنډو کې یې له کلیو څخه په زرونو کسان تښتولي او ښار ته یې بیولي دي، څو احتمالا له هغوی څخه د انساني سپر په توگه کار واخلي.
په لسونو زره عراقي ځواکونه او د هغوی متحدې کردي پیشمرگه، ملیشې څه د پاسه له دوو اونیو راهیسې په دې هڅه کې دي چې د موصل ښار د داعش له تاوتریخوالي آزاد کړي. د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال ائتلاف د هغوی ملاتړ کوي. دغه ځواکونه اوس د موصول ښار څنډو ته رسېدلي دي.
د چهارشنبې له ورځې راهیسې ځواکونه هڅه کوي چې د ښار کلابندي نوره هم راتنگه کړي. د ښار په ختیځه برخه کې مخامخ جگړه روانه ده. د پوځ د معلوماتو له مخې د ښار په شمالي څنډه کې ځواکونه له دغه میلیوني ښار څخه دوه کیلومتره واټن لري او په سویل کې بیا عراقي ځواکونه له ښار څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې دي. د موصل ښار په لویدیځه څنډه کې بیا متحدې شیعه ملیشې جنگیږيږي.
د داعش مشر ابوبکر البغدادي، په یوه غږیز پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي دي، چې پر شا نه شي. دغه غږیز پيغام چې داعش ته نزدې خبري آژانس الفرقان خپور کړی، اصلیت یې لا تر اوسه تائید شوی نه دی.
داعش په ۲۰۱۴م کال کې دغه سیمه ونیوله او د موصل په ستر مسجد کې یې په اصطلاح اسلامي خلافت اعلان کړ. تر اوسه پوري لا هم موصل په عراق کې د داعش پلازمېنه بلل کیږي. له داعش څخه د دغه ښار د نیولو له پاره د عراقي ځواکونو عملیات د اکتوبر په ۱۷ پېل شول. داسې اټکل کیږي چې داعش په دغه ښار کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې جنگیالي لري.
اوسمهال په دغه ښار کې تر یو میلیون زیات ملکي وگړي دي، چې په ډله کې یې شا او خوا ۶۰۰ زره ماشومانو او تنکي ځوانان دي، بند پاته دي.