1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هسپانيې څخه فرانسې ته د تلونکو مهاجرو په شمير کې ډيروالی

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

له شمالي افريقا څخه د مديترانيې سمندرګي له لارې هسپانیا ته د تازه رسیدلو مهاجرو شمير لوړ شوی دی. په عين حال کې د هغو مهاجرو په شمير کې هم ډيروالی رامنځ ته شوی چې د هسپانيې له سرحده د فرانسې لور ته را اوړي.

Spanien Ankunft von Flüchtlingen in Andalusien
انځور: picture-alliance/CITYPRESS 24/F. Passolas

د فرانسې او هسپانيې چارواکي وايي چې په وروستيو ورځو کې د فرانسې سرحد ته نژدې د هسپانيې په «ايرون» سيمه کې د تازه رسيدلو مهاجرو شمير لوړ شوی دی. دوی وايي دلته رسیدلي مهاجر په دغې سیمه کې تر تم کيدو وروسته، ځانونه شمال لور ته رسوي.

په ايرون کې سيميزو ادارو له ځايي اوسيدونکو سره په ګډه تيره مياشت يوه غير رسمي ډوله شبکه فعاله کړه چې دنده يې د تازه رسيدلو مهاجرو له پاره د خوراک او پوښاک برابرول او ځينې نورې مرستې دي. د یو مهاجر پلوه کارکونکي بي بي ليراس په وينا، دوی وروسته له هغې دغه شبکه فعاله کړه چې په دغې سيمه کې د مهاجرو شمير ډیر لوړ شو.

ليراس وویل چې په ايرون سیمه کې تر دې مخکې هم خلک راتلل چې بيا فرانسې ته داخليدل، خو د پخوا په پرتله اوس د مهاجرو دغه شمير لوړ شوی دی. د نوموړي په خبره، له يوې مياشتې راهيسې له دغه ځايه د فرانسې پر لور هجرتونه ډير شوي دي. هغه وايي: «دا یوه غیرعادي خبره وه چې دلته مهاجر د اورګاډو په ستيشنونو او نورو ځايونو کې د خوب په حال کې ليدل شوي وي.»

شمير کې څو برابره ډيروالی

د دغه کارکونکي په وينا، اوس په دغه ځای کې هره ورځ تر څلويښتو پورې نوي مهاجر ليدل کيږي خو تر دې مخکې دغه شمير د څلور او پنځو په حد کې وو.

بل لور ته د سره صليب اداره وايي چې له هسپانيې څخه رسيدلو مهاجرو د اوسيدو له پاره يې په ايرون سیمه کې يو مرکز جوړ کړی دی، چې د ۲۴ کسانو د اوسیدو وړتيا لري. همدا ډول د فرانسې سرحد ته نژدې ورته درې نور مرکزونه هم جوړ شوي دي چې ټولټال په کې  ۱۷۷ کسان اوسيدای شي.

د سره صليب يوه وياند وويل چې په دغو مرکزونو کې مهاجرو ته يوازې د څلورو شپو له پاره د اوسيدو ځای ورکول کیږي. د سرچينې په وينا په وروستيو دوو مياشتو کې په دغو مرکزونو کې په مجموعي توګه ۱۶۰۰ مهاجر ميشت شوي دي.

د هسپانيې په ايرون سیمه کې د دغو مرکزونو رضاکاران تازه رسيدلو مهاجرو ته د خوراک، پوښاک او د ځينو نورو مرستو د رسولو په چارو بوخت دي.

دلته زمونږ له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم کتلای شئ: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب