له هند څخه پاکستان ته د سک زیارت کوونکو د ورتګ لړۍ پېل شوه
۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبهد ننکانه صاحب ښار ځایي چارواکو ویلي دي چې په تیرو وختونو کې به له درو زرو څخه تر پنځو زرو پورې سک زیارت کوونکو په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه پاکستان ته سفر کاوه. خو دا ځل د سک مذهب د ډیر شمیر پیروانو د ګډون اټکل کیږي. ویل شوي دي چې له اروپا څخه د سرویس په واسطه سفر کوونکي د سولې یو پلاوی هم ننکانه صاحب ته رسیدلی دی.
د ننکانه صاحب ښار د پاکستان په پنجاب ایالت کې پروت دی او د سک مذهبو له پاره ځکه سپيڅلی ګڼل کیږي چې د بابا ګرونانک د زیږیدو ځای دی. د سه شنبې په ورځ له هند څخه د واهګه سرحدي لارې سکان پاکستان ته ورسیدل.
د ننکانه صاحب، مرستیال کمشنر راجه منصور دویچه ویله ته ویلي دي چې سږ کال د دغو مراسمو یوه ځانګړنه دا ده چې په ننکانه صاحب کې د ګورو نانک پوهنتون د جوړیدو اعلان شوی دی چې په خبره یې دغه ډول پوهنتون په هند کې هم نشته.
د راجه منصور په خبره سږ کال د بیا رغونې ډیرې چارې هم تر سره شوي دي. ګوردوارا جنم استهان رغول شوی، د سړکونو شبکو کې ښه والی راغلی او د اورګاډو د نوي تمځای ساختماني چاري په وروستیو مراحلو کې دي.
د ننکانه پریس کلب مرستیال مشر قیصر عرفان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د بابا ګرونانک د زیږیدنې مراسم د مذهبي سیاحت له پاره هم یو ستر فرصت دی. د هغه په خبره د سک مذهب پیروانو له پاره نوي هوټلونه جوړیږي، د خیمو یو ښار جوړ شوی دی او د ترانسپورت او خوړو کاروبار کوونکي هم خوشحاله دي.
له هند څخه راغلي سکان د سه شنبې په ماښام ننکانه صاحب ته رسیدلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به خپل مذهبي مراسم تر سره کړي. د نومبر میاشتې په نهمه نیټه به سکان په کرتار پور کې په ترسره کیدونکي غونډه کې ګډون وکړي چې د پاکستان لومړی وزیر به هلته یوه سرحدي لار هم پرانیزي.
په پام کې ده چې د نومبر په ۱۲مه نېټه به سکان خپل مذهبي مراسم په ګوردوارا جنم استهان کې تر سره کړي او د نومبر په ۱۳ او ۱۴ نیټو به بیرته هند ته روان شي.
تنویر شهزاد، لاهور