1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

له وانګ یې سره د بلینکن لیدنه؛ پر کومو موضوعاتو خبرې شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

انتوني بلینکن پیکینګ ته په خپل سفر کې له لوړپوړي چینایې چارواکي وانګ یې سره ولیدل. مخکې تر دې هغه د چین د بهرنیو چارو وزیر سره خپلې خبرې «رغنده» بللې وې. د تایوان مسئله د دواړو هیوادونو ترمنځ تر ټولو شخړه یزه موضوع ده.

China Peking | Blinken Treffen Wang Yi
انځور: Leah Millis/REUTERS

د چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ له څو میاشتنیو کشمکشونو وروسته، بالاخره د نړۍ دغه دوه ستر قدرتونه د مذاکراتو میز ته کښيناستل. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن پیکنګ ته د خپل سفر په دویمه ورځ (دوشنبه د جون میاشتې ۱۹ نیته) له وانګ یې، لوړپوړي چینایي دیپلومات او چین د کمونیست ګوند د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر سره ولیدل. په کمونیست ګوند کې د وانګ یې موقعیت د بهرنیو چارو له وزیر څخه لوړ دی.

بلینکن چین ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې پیکنگ ته رسیدلی

د رسنیو د رپوټونو په حواله وانګ یې ویلي چې «امریکا او چین باید انتخاب وکړي؛ همکاري یا شخړه، خبرې اترې یا مخامخ کیدنه». نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې چین د تایوان په مسئله کې مصالحې یا جوړجاري ته تیار نه دی او په دې اړه چین د مصالحې او تسلیمیدو ګنجایش نه لري. دغه لوړپوړي دیپلومات د امریکا له خوا د چین ځمکني بشپړتیا ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې امریکا باید په ښکاره ډول د تایوان له خپلواکۍ سره مخالفت وکړي. 

بلینکن له وانګ یې سره تر لیدنې کتنې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ، سره خبرې اترې کړې وې. د بلینکن د ویاند په خبره هغه په دې لیدنه کتنه کې د دیپلوماسۍ پر اهمیت او د ارتباطي کانالونو پر خلاص پاتې کیدو ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه چین ګانګ ته امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړه. دغه بلنه د چین له خوا منل شوې ده، خو تر اوسه پورې ورته کومه نیټه ټاکل شوې نه ده.

سيپري: د استفادې وړ اتومي وسلې نورې هم ډېرې شوي

د چین دولتي رسنیو هم رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر له بلینکن سره په لیدنه کې ویلي دي چې له واشنګټن سره پایداره اړیکو ته لیواله دی. چین ګانګ د پیکنګ او واشنګټن ترمنځ مناسبات د دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کیدو د وخت راهیسې په تر ټولو ټيټه کچه بللي دي. هغه وویل چې دغه وضعیت نه د دواړو ملتونو له اساسي ګټو سره مطابقت لري او نه هم هغه تمه چې نړیواله ټولنه یې لري پوره کوي.



د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د یکشنبې په ورځ د بلینکن او چین ګانګ تر منځ د تړلو دروازو تر شا خبرو اترو اووه نیم ساعته دوام وکړ. ویل کیږي چې بلینک به په دې سفر کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم وګوري، خو تر اوسه پورې هیڅ کوم چینایي یا امریکایي چارواکي دا خبر نه دی تائید کړی.

د چین د دولتي تلویزون د رپوټ پر بنسټ د چین د بهرنیو چارو زویر د تایوان پر سر اختلافات په اوسنیو متشنجو شرایطو کې «تر ټولو لوی خطر» وباله.

همدارنګه د اوکراین په جګړه کې له روسیې څخه د چین ملاتړ، په چین کې د بشري حقونو وضعیت او د پیکنګ او واشنګټن ترمنځ دوامداره سوداګریز جنجالونه له هغو شخړیزو موضوعاتو څخه دي چې په تیرو میاشتو او کلونو کې د دواړو هیوادونو پر اړیکو یې سیوری غوړولی.

د جو بایډن حکومت چین تر ټولو ستر جیوپولیټیک ننګونه بولي او د دغه هیواد پر وړاندې له سخت دریځ څخه کار اخلي. چین هم په خپل وار سره امریکا د خپلې سلطې په پراخولو تورنوي.

رپوټ: چین له پیکینګ څخه د بلینکن د لیدنې مخه نیولې
امریکایي چارواکي وایي دوی تمه نه لري چې د بلینکن مذاکرات به د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي، خو هیله لري چې دغه مذاکرات به د نظر اختلاف او په جدي تشنج د بدلیدو د مخنیوي په خاطر، د خبرو اترو د دوام له پاره د منظمو ارتباطي کانالونو د رامنځته کیدو سبب شي.
آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل