1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ووهان ښار څخه په زرونو کسان وتلي دي

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د کرونا ویروس په سبب رامنځته سوو اوونیو اوونیو قیوداتو تر لیري کیدو وروسته د چین د ووهان ښار اوسیدونکي اوس بیرته اجازه لري، چي ووزي. په زرونو خلګو پر ریل سټیشنو باندي هجوم وروړي، تر څو په اصطلاح د دغي ازادۍ خوند وویني.

China Wuhan | Coronavirus | Bahnhof, Reisende verlassen die Stadt
انځور: Getty Images/AFP/N. Celis

د چین د ميلیوني ښار، ووهان په زرونو خلګو غوښتل له دغي لومړنۍ موقع څخه استفاده وکړي او پر سفر باندي تر۱۱ اوونیو بندیز وروسته له دغه ښار څخه ووزي.

تر دې دمخه په ښار کي د کرونا په خاطر وضع سوي قیودات راکم سوي وه، خو پر سفر باندي له تيري شپې راهيسي قیودات لیري سوه.

د خبريالانو د راپورونو له مخي، بې حده ډیرو خلګو د ریلونو پر مرکزي سټیشن باندي هجوم وروړی دی، په کوم ځای کي چي د چین اکثره مهم ریلونه توقف لري. خو د ووهان د همسایه ولایت هوبای اوسیدونکو څخه اوس هم غوښتل کيږي، چي د امکان تر حده پوري په خپلو کورونو کي پاته سي.

په دې ډول سره چین د کرونا د لومړنۍ پيښي څخه تر تقریباً څلورو میاشتو وروسته د حالت د عادي کیدو پر خوا نور ګامونه هم پورته کړه. د ووهان ښار د مرکز د ماهیانو په یوه مارکیټ کي، چي د نورو تر څنګ پکښي وحشي حیوانات هم خرڅيږي، د داسي یوه ممکنه ځای په سترګه ورته کتل کیږي کرونا ویروس به په اول وار له دغه ځايه څخه انسانانو ته انتقال سوی وي.

په چین کي نور څوک نه دي مړه سوي

د جان هیپکینس پوهنتون په حواله اوس په ټوله دنیا کي په دغه ویروس باندي ۱،۴ ميلیونه انسانان اخته سوي دي، خو د هغو کسانو تشخیص چي لا نه دی سوی، په مراتب سره تر دې ډیر دي. د هغوی د رپوټ پر اساس د هغه څخه تر ۷۸۰۰۰ اضافه انسانان مړه سوي او تقریبأ ۲۹۳۰۰۰ انسانان ورڅخه جوړ سوي دي. د دغي پاندمۍ د شیوع مرکز اوس اروپا او امریکا ده.

چین د سه شنبې په ورځ وويل چي له څه مودې راهيسي د دغه ویروس له شروع څخه د اول وار له پاره د هغه له کبله د مړه کیدو پيښه نوره نه ده ثبت کړې. خو بیا هم په دغه هیواد کي د کرونا ويروس د دوهمي څپې د راتلو بیره رفع سوې نه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب