1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

له ویسټ انډیز سره لوبو ته لوبډلې اعلان شوې

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

د افغانستان کرکټ بورډ له ویسټ انډیز سره د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو له پاره مختلفې لوبډلې اعلان کړي دي. دغه لوبې د هندوستان په کوربتون د راتلونکې نومبر میاشتې له شپږمې نیټې پیليږي.

Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

 د افغانستان کريکټ بورډ د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر۲۵مه نیټه) له ویسټ انډیز لوبډلې سره د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو له پاره د مختلفو لوبغاړو په ترکیب لوبډلې اعلان کړې. ټاکل شوې چې د هندوستان په کوربتوب دغه لوبې به د راتلونکې نومبر میاشتې له شپږمې نیټې پیل شي.

کریکټ بورډ په خپله رسمي فسبوک پاڼه کې د لوبغاړو د نوم خپرولو سربیره ویلي چې له ویسټ انډیز سره یو ورځنۍ لوبې د نومبر له ۶مې تر ۱۱ او شل اوریزې لوبې بیا له ۱۴مې نه تر ۱۷مې نیټې پورې د هندوستان په کوربتوب ترسره کیږي.

تر اوسه پورې افغانستان او ویسټ انډیز شپږ ځله په یو ورځنیو لوبو کې مخامخ شوي. انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

له ویسټ انډیز سره د لوبي د دواړو فارمټونو مشري راشد خان کوي، خو په د دواړو لوبو له پاره متفاوت لوبغاړي ټاکل شوي دي. په شل اوریزه لوبډله کې اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، یامین احمدزی، نوین الحق، سید احمد شیرزاد او مجیب الرحمن شامل دي.

د یو ورځنیو لوبو له پاره بیا رحمت شاه، افسر ځاځی، او اکرام علي خیلې نوي لوبغاړي ور زیات شوي دي. تر اوسه پورې وسټ انډیز په یو ورځنیو لوبو کې شپږ وارې مخامخ شوي چې له دې ډلې درې لوبې افغانستان، دوه ویسټ انډیز او یوه بله لوبه بې نتیجې پای ته رسیدلې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل