له ټرمپ وروسته پوتین چین ته ځي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۶, شنبه
کرملین ماڼۍ نن شنبه اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به ډېر ژر چین ته سفر وکړي. د کرملین د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې دا سفر د راتلونکې اونې په وروستی نیمايي کې ترسره شي.
ویل کېږي چې پوتین به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې اترې وکړي.
د کرملین ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې د دې سفر پر مهال به «د روسیې مشر له خپل چینايي سیال سره د مسکو او بیجینګ ترمنځ د هر اړخیز مشارکت او ستراتېژیکې همکارۍ د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.»
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې روانه اوونۍ چین د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د هغه د مل پلاوي کوربه و.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تر نهه کلونو وروسته چین ته په خپل لومړي سفر کې له چینايي لوري سره د ګڼ شمیر نورو مسایلو سربیره د ټایوان، ایران جګړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ خبرې کړي دي.