د ملګرو ملتونو په حواله روان کال به له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو په شمیر کې کمښت راشي. تیرکال له پاکستان څخه خورا ډېر افغان مهاجر بیرته خپل وطن ته ستانه شول.
اعلان
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله تیرکال له پاکستان څخه ۳۷۰زره افغان مهاجر بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي. د دې مهاجرو زیاتره برخه داسې کسان دي چې پلورنه یا نیکونه یې د۱۹۸۰م لسيزي په اوږدو کې پاکستان ته مهاجر شوي ول.
د چارو د کارپوهانو په آند، د دومره ستر شمیر افغان مهاجرو د تګ لامل پاکستان له لوري پر دغو مهاجرو باندې له مجرمینو او ترهګرو ډلو سره د مرستې تور بلل کیږي.
په عین وخت کې د افغانستان د حکومت له لوري دغو مهاجرو ته د آسانتیاوو نه برابریدو او په پاکستان کې يې پر وړاندي په نفرت کې د څه نا څه کمښت له امله کیدای شي سږ کال به د تیرکال په شان مهاجر خپل هيواد ته ستانه نه شي.
له پاکستانه د افغان مهاجرو په وتلو کي زياتوالی راغلی دی
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، تېره یوه میاشت (جون ۲۰۱۶) کې شاوخوا ۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
انځور: DW/O. Deedar
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، تېره یوه میاشت (جون ۲۰۱۶) کې شاوخوا ۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
انځور: DW/O. Deedar
د دغه ریاست د مالوماتو له مخې د قانوني اسنادو لرونکو راستنېدونکو کورنیو هر غړي ته ۴ سوه امریکايي ډالره ورکول کېږي.
انځور: DW/O. Deedar
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، له تېرې یوې میاشتې (جون ۲۰۱۶) راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو راتګ کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
انځور: DW/O. Deedar
ځینې راستانه شوي بیا وايي، پاکستان هېواد کې له افغان کډوالو سره ډېر بد چلن کېږي، چې له امله یې ډېری اړ کېږي، چې هېواد ته راستانه شي.
انځور: DW/O. Deedar
خو یو شمېر هغه راستنېدونکي، چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د مرستو له روان بهیره نا خوښه دي او وايي، هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.
انځور: DW/O. Deedar
هېواد ته راستنه شوې یوه کونډه مېرمن وايي: " هېڅ هم چا نه دي راکړي. راغلو دلته مو ورځ تېره کړه خو چا هېڅ رانه کړل. دلته مو ځای شته خو کور پکې نه شو جوړولی، ځکه وس مو نه کېږي".
انځور: DW/O. Deedar
د بېرته راستانه شوو مهاجرو د ماشومانو له پاره د ښوونځيو کمښت هم يوه لويه ستونزه ده.
انځور: DW/O. Deedar
دا مهال پاکستان کې څه دپاسه دوه میلونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا یو نیم میلون یې ثبت او هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
انځور: DW/O. Deedar
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس غلام حیدر فقیرزي دویچه ویلې ته وویل، په تېره یوه میاشت کې پر تورخم بندر شاوخوا ۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي، چې د ننګرهار سر بېره د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم پکې شته .
روان کال اسلام د افغان مهاجرو پر وړاندې د نوي سیاست د غوره کولو اعلان وکړ. د دې کړنلارې پر اساس به په پاکستان کې میشت ټول ناثبت شوي افغان مهاجر ثبت شي او ټاکل شوي چې د افغانانو د ویزې له پاره به هم نوی قانون پلی شي.
روان کال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستنیدونکي هر افغان مهاجر ته د ملګرو ملتونو لخوا ۲۰۰ ډالر مرسته ورکول کیده. تیر کال دغه مرستې بیا ۴۰۰ ډالر ټاکل شوې وې او د بیرته ستنیدونکو کسانو له پاره ډیره مرسته ګڼل کیده.
انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل
افغانان په ډله ییزه ټوګه له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي. په وروستي مورد کې نزدې ۳۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ورسیدل. په وروستیو وختونو کې پر افغان کډوالو باندې د پاکستان فشار ډیر شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed
افغان چارواکي وایي چې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې له ډلې څخه یې یوازې ۱.۴ میلیونه ثبت شوي دي. په دې هیواد کې ۱.۶ میلیونه نور افغان کډوال په غیر قانوني توګه اوسیږي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو خرابیدل د دې لامل شوي دي چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډیر کړي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
د افغانستان د کډوالو او بیا ستنیدونکو وزارت ویلي دي چې له اګست میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا درې زره افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.