1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« راستانه شوي کډوال به په وړیا ډول تر خپلو سیمو رسوو»

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي کډوال به په »وړیا او خوندي« ډول تر خپلو سیمو رسوي. په دې منځ کې د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستانه د افغانانو د ايستلو د لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.

Pakistan Familien vor der Ausweisung aus Pakistan
انځور: Hussain Ali/ZTUMAPRESS/picture alliance

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د کډوالو د ستونزو د بیړني حل لپاره یې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر څنګ د یو شمیر نورو وزارتونو او ادارو په ګډون ګډه کمیټه جوړه کړې ده.

یاد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي: «ټول هغه کډوال چې هیواد ته راستنیږي، له ثبت پروسې وروسته تر خپلو سیمو او کورونو پورې به پرته له لګښت په وړیا ډول لیږدول کیږي»

د پاکستان حکومت  هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، د نوامبر لومړۍ نیټه د وتلو د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله نن، سه شنبه په زرونو افغان کډوال تورخم ته رسيدلي دي چې څو افغانستان ته داخل شي.

په تورخم کې د خيبر پښتونخوا يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي ارشاد مومند وويل: «له نن سهار راهېسې شاوخوا لس زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستندیدو لپاره د تورخم په پوله کې په تمه وو. »

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

02:43

This browser does not support the video element.

په بلوچستان کې هم د چمن په سيمه کې په زرونه افغانان له پولې څخه اوښتو په موخه راټول شوي چې انتظار کیږي د چهار شنبې په ورځ به د چمن او تورخم پر پاټک د اوښتونکو شمير ډېر زيات وي.

د بشري حقونو د څار سازمان: د افغانانو جبري ویستل وردوئ!

بلخوا د »هيومن راېټس واچ« يا بشري حقونو د څار نړیوال سازمان  پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي.

دغه سازمان  د سه شنبې ورځ په يوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویلي د پاکستان دولت د ګواښ او ناوړه چلن له لارې هغه  افغانان نیسي چې قانوني اسناد نه لري او افغانستان ته ستنېدو ته یې مجبوره کوي.

دغه سازمان زياته کړې ده چې ډیری هغه افغان کډوال هم د ډیپورټ کیدو له خطر سره مخامخ دي چې يوه دريم هیواد لکه بريتانيا،آلمان، امریکا او کاناډا ته د تللو لپاره په پاکستان کې په تمه دي.

پاکستان د روانې ميلادي میاشتې په پېل کې اعلان وکړ چې ټول هغه افغانان چې د اوسیدو اسناد نه لري، په ۲۸ ورځو کې دننه باید له دغه هېواده ووځي که نه نو اخراج به شي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل