له پاکستانه ستنېدونکي کډوال يوازي سرپناه غواړي
۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه[No title]
په موضوع پوري اړوند انځورونه
په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال
د پاکستان پوځ څه د پاسه دوه کاله ترمخه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو یاغیانو پر وړاندي د ضرب عضب، په نوم پوځي عملیات پېل کړل. د دغه عملیاتو له کبله په زرونو ځای کسانه بې کوره شول چې ځيني يې افغانستان ته کډوال شول.
دغه مهاجر د خوست او پکتیکا ولایت په ولسوالیو کې له خلکو او همداشان په یوه کمپ کې اوسیږي.
چارواکي خوست ته د کډه شوو دغو کسانو شمیر شا او خوا ۳۰ زره کورنۍ اټکلوي.
یوازې د خوست په جنوب کې د گربز ولسوالۍ په گلان نومې کمپ کې لس زره کورنۍ اوسیږي.
همداشان د خوست په گاونډوي ولایت پکتیکا کې هم زرونو کورنۍ اوسیږي.
د خوست او پکتیکا خلک له دغو بې ځایه شوو کسانو سره دواطلبانه مرستې کوي. دوی تش لاس دغو سیمو ته ورغلي او هر څه ترې په شمالي وزیرستان کې پاتې شوي.
افغان چارواکو له دغو کسانو سره «تر خپل وسه بورې» مرستې کړي او هغوی ته د نړیوالو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي.
اوس هم ډیر شمیر بې ځایه شوي کسان په دې گرمه هوا کې په خیمو کې ورځې شپې سبا کوي.
پاکستان له دغو کډوالو څخه غوښتي چې بیرته خپل هیواد ته وروگرځي، خو هغوی وایي چې هلته هر څه وران دي، کورونه، بازارونه او باغونه یې نشته. بیرته له تلو څخه هم په ویره کې دي.
ځینې خلکو ځان ته اوس د خیمو پر ځای خټین کورونه جوړ کړي دي او په هغې کې مېشت دي.
د خوست ځايي چارواکي وايي چې پاليسي يې دا ده، چې تر څو پورې دا کډوال وغواړي دلته پاتې شي، دوى ورته د اوسيدو اجازه ورکوي.
په پکتيکا ولايت کې هم له پنځو زرو زياتې کورنۍ د شمالي وزيرستان کډوال ميشت دي، چې د خلکو او چارواکو په وينا تر اوسه دلته په امن کې اوسيږي.
په عین وخت کې په پاکستان کې مېشتو افغان مهاجرو باندې فشار زیات شوې دی چې خپل وطن ته ستانه شي. په دې ترڅ کې د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدو چارو وزارت او په پیښور کې افغان قونسلگرۍ د «خپل وطن گل وطن» په نوم هم یو کمپاین پیل کړې، څو کډوال په خپله خوښه وطن ته ولاړ شي.