1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه ولې یو فیل په الوتکه کې بهر ته انتقالیږي؟

۱۳۹۹ آذر ۹, یکشنبه

هغه فيل چې يوازېتوب او د ژوند خرابو شرايطو يې نړيوال انتقادونه راپارولي دي، نن پاکستان ترک کړي او کمبوډيا ته منتقل شي. کاون نومی فیل يو کلن وو کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د ډالۍ په توګه له سري لنکا څخه اسلام آباد ته راورسېد.

Pakistan Islamabad Elefant Kaavan
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

دغه ۳۵ کلن فيل (هاتي) کاون نوميږي چې په طياره کې به له پاکستان څخه د کمبوډيا د وحشي ژويو يوې محفوظې سيمې ته واستول شي. امريکايي مشهورې سندرغاړې او فلمي لوبغاړې شېر چې د کاون د آزادۍ دپاره يې د کلونو اوږد کمپاين کړی دی، پاکستان ته ورسېده څو دغه پېښه په خپلو سترګو وويني.

هغه د کاون د سفر نيمه برخه لګښت هم په خپله غاړه اخلي. د کمبوډيا يوه محفوظه سيمه ځکه ورته ټاکل شوې ده چې هلته اوس لا له اتياو زيات فيلان اوسيږي او اړونده کارپوهان او اړين سهولتونه پکې هم موجود دي.

امريکايي مشهورې سندرغاړې او فلمي لوبغاړې شېر د کاون د آزادۍ د پاره يې د کلونو اوږد کمپاين کړیانځور: Handout/AP Photo/picture alliance

کاون (فیل) په ډېرو خرابو شرايطو کې ژوند کاوه او اکثراً په زنځيرونو تړل شوی وو. هغه د اسلام آباد په مرغزار ژوبڼ کې څه باندې درې لسيزې تېرې کړې دي. يو بل فيل چې ساحلي نومېده، په ۲۰۱۲ کال کې مړ شوی وو چې ښايي د ژوبڼ د ادارې د غفلت او ناسم چلن له کبله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.  

د حيواناتو د حقونو فعالينو اوږده مبارزه کړې ده

د حيواناتو د حقونو فعالينو د کاون د آزادۍ له پاره اوږده مبارزه کړې ده. د روان کال په مې مياشت کې يوې محکمې (عدالت) په اسلام آباد کې حکم وکړ چې دغه حيوان بايد آزاد او يوه وړ محيط ته منتقل شي.

د همدې روان میلادي کال په سپتمبر مياشت کې د «فور پاوس» په نوم په ويانا کې مېشت يوې ټولنې د کاون فزيکي او رواني روغتيا وارزوله څو پيدا کړي چې آيا الوتنه ورته مناسبه ده او دا چې له نورو حيواناتو سره يو ځای ژوند کولی شي او که نه.

انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

کاون يو کلن وو کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د ډالۍ په توګه له سري لنکا څخه اسلام آباد ته راورسېد. دغه ډالۍ د سري لنکا د حکومت له خوا پخواني زورواکي او جنرال، ضياالحق، ته ورکړل شوې وه. په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د کاون سخت ژوند ته نړيواله پاملرنه ور اوښتې وه. په ۲۰۱۶ کال کې په آنلاين ډول څه باندې ۲۰۰ زره لاسليکونه د هغه د آزادولو په پلويۍ راټول شوي ول. 

dpa/ن ص/ خ ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب