د علي رضا په نوم یوه گمرکي چارواکي ویلي دي «داسي بریښي چې ښایي دا د غیر قانوني کاروبار لویه ډله وي او موږ په دې هکله نورې څیړنې کوو.»
په چین کې د خره پوست له ځانگړې پروسې تیریږي، جلاتین ترې جوړیږي او بیا دغه ماده په دودیزو دارو درملو کې استعمالیږي. که څه هم په پاکستان کې دغه جلاتین هیڅ کومه بیه نه لري، خو په چین کې له دغه مادې څخه د وینې د کمې او د ښځو د ځینو ناروغیو د دوا له پاره استفاده کیږي.
د ایجاو، په نوم دغه جلاتین په گرمو مشروباتو کې حلیږي او یا له وچو میو سره هم گډیږي.
چین د خرو پوست له بهرنیو هیوادونو څخه را واردوي، ځکه چې په خپله چین د هغې له کمښت سره مخامخ دی. د چین د څارویو د شمیرنې د کلنیو ارقامو له مخې په نویمه لسیزه کې په دغه هیواد کې د خرو شمیر یوولس میلیونه وو چې په ۲۰۱۳م کال کې شپږ میلیونو ته راکښته شوی دی.
د روانې میلادي میاشتې په پېل کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د چین له حکومت سره په قانوني توگه د خرو د صادرولو یو تړون هم لاسلیک کړی دی.
په دغو انځورونو کې د مارانو او انسانانو تر منځ رابطه څېړل کيږي. د قطبي سيمو پرته په ټوله نړۍ کې ماران شتون لري. راځئ چې له آلمان څخه هند او بيا هانګ کونګ ته سفر وکړو.
انځور: Getty Images
دا ژوي شهرت لري، خو بيا هم تل ګواښل شوي دي
په آلمان کې تر ټولو مشهور مار د درملتونونو پر مجلو باندې ليدل کيږي. نه يوازې دا، بلکې دغه زهر نه لرونکی «ايسکولاپ» ډوله مار د نړۍ د روغتيا د سازمان پر بيرغ باندې هم راغلی دی. دغه مار سخت ګواښل شوی دی، ځکه چې د ژوند ساحه يې پر له پسې تنګيږي او هغه د خلکو له خوا نيول او بيا په نړيوالو بازارونو کې پلورل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stenzel
زهرجن، خو ګټور ماران
د مارانو وژونګي زهر ډېر ګټور هم تمامېدای شي. د آلمان هامبورګ ښار ته څېرمه د اروپا تر ټولو ستر د مارانو فارم دی. هلته د مارانو زهر راټوليږي. له دغو موادو څخه د وينې د لوړ فشار په وړاندې دارو درمل جوړيږي.