په پيښور کې څو کاله تر مخه پر آرمي پبلک سکول باندې تر برید وروسته په پاکستان کې میشت افغان مهاجر له ستونزو سره مخامخ شوي دي. په دغه موده کې ډیر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي هم دي. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د یوې چارواکې مورین ماسټر، په خبره په تیرو دوو کلونو کابو۳۵۰ زره راجستر شوي افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د افغان مهاجرو او بشري حقونو غیر دولتي سازمان سوسایټي فار هیومن رایټس اینډ پرزنرز، مشر لیاقت بنوري وایي چې پاکستان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د افغان مهاجرو پيټي ته اوږه ورکړې ده، په داسې حال کې چې نن ورځ پاکستان پخپله هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د هغه په خبره په دغسې یوه وضعیت کې د نړیوالو ادارو مسوولیت دی چې دلته د میشتو افغان مهاجرو د ستونزو د حل له پاره، له پاکستان سره هره ممکنه همکاري وکړي. د هغه په خبره که له یوه اړخه پاکستان له ترهګرۍ سره مخامخ دی، نو له بل اړخه اقتصادي ستونزي هم پر راټوکیدو دي.
فرید الله خان، پيښور
زموږ له آرشیف څخه:
د «خپل وطن، گل وطن» کمپاین څومره بریالی وو؟
تیرکال له گاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه څه کم یو میلیون افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي. دغه لړۍ اوس هم روانه ده. خو ویل کیږي چې اوس هم په دغو دواړو هیوادونو کې شا او خوا ۴ میلیونه افغان اوسیږي.
په ۲۰۱۶م کال کې له پاکستان او ایران څخه کابو یو میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ په وینا په تیر میلادي کال کې له پاکستانه ۳۹۰ زره راجستر شوي مهاجر پخپله خوښه افغانستان ته تللي دي. له پاکستانه د غیر راجستر شوو کډوالو د بيرته ستنېدو شمیر هم دې ته نزدې دی.
انځور: DW/O. Deedar
تیرکال د مهاجرو د بيرته ستنیدو په لړۍ کې د زیاتوالي بیلا بیل لاملونه ښوول کیږي. لومړی دا چې د یو ان اچ سي آر له لوري له راجستر شوو کډوالو سره چې پخپله خوښه یې وطن ته ستنیدل غوښتل د مرستې کچه د یوه کس پر سر له ۲۰۰ ډالرو څخه کابو ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړی شوی وه. بله موضوع چې پرې د بشري حقونو سازمانونه هم نیوکه وه، په دغه هیواد کې د پولیسو له لوري د افغان مهاجرو ځورول وه.
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar
خو سږ کال یو ان اچ سي آر، له لوري د مرستو دغه لړۍ بیرته د یوه کس پر سر۲۰۰ ډالرو ته راکښته کړې ده. خو په پاکستان کې میشتو له غیر راجستر شوو کډوالو سره د بیرته ستنیدو پر مهال د مهاجرو د عالي کمیسارۍ یا کومې مرجع له لوري کومه مرسته نه کیږي. خو افغان چارواکو وايي چي له تورخمه تر اوښتو وروسته له دغو کډوالو سره د خوراکي موادو او یو څه نغدي مرسته کیږي.
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar
یوه بله موضوع په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د پاتیدو ده. دغه نیټه له یوه کال څخه بل ته غځیږي. په پاکستان کې د یو نیم میلیون راجستر شوو او یو میلیون نه راجستر شوو کډوالو رپوټ ورکول کیدی. خو څه موده وړاندي په پيښور قونسلگرۍ کې د مهاجرو رئیس عبدالحمید جلیلي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل «چې اوس په دغه هیواد کې د راجستر شوو او غیر راجستر شوو کډوالو شمیر یوازې یو نیم میلیون دی.»
انځور: Abdur Rashid
کله چې په پاکستان کې میشت کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنیږي نو د تلیفون له لاري خپل نوبت اخلي. تر هغې وروسته په داو طلبه توگه د ستنیدو مرکز ته ورځي او نور اړین مراحل تر سره کوي.
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar
مرکز ته تر راتلو وروسته خلک خپل نوبت ته انتظار باسي او د هغوی بیومیتریکي مشخصات ثبتیږي.
د هغو سیمو خلک چې له پیښور وړاندې وي او تر مخه یې نوبت اخیستی وي له خپلې ټولې کورنۍ سره چې کډه یې بار وي، دغه مرکز ته ورځي او ځینې وخت یوه نیم ورځ هم هلته تیروي.
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar
په دغه مرکز کې د لومړنیو طبي خدماتو آسانتیاوې هم شته چې پکښې یو نارینه او یوه ښځینه ډاکټره موجوده وي.
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar
پولیو یا گوزڼ هغه ناروغي ده چې په پاکستان او افغانستان کې لا په بشبړه توگه له منځه نه ده تللې. هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي او واکسین شوي نه وي، هغوی ته د واکسین سهولت هم شته.
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar
د مهاجرو د بیرته ستنیدو په مرکز کې یو کوچنی درمتلون هم شته