1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډول؛ طالبانو هند ته هيئت لېږلی

شکیلا ابراهیم خیل نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ آبان ۲۸, چهارشنبه

له هغه وروسته چي طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډولو غوښتنه وکړه اوس يې د خپلي ادارې د صنعت او سوداګرۍ د وزير په مشرتوب يو پلاوی هند ته لېږلی دی.

په تورخم کي ولاړي لارۍ چي افغانستان ته د تګ په تمه دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولي تړل سوي ديانځور: Faridullah Khan/DW

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زياتيدونکي تاوتريخوالي، د سولي د خبرو اترو له ناکامۍ او د دواړو خواو ترمنځ د سوداګرۍ تر بنديدو وروسته د طالبانو اداره اوس له هند او ايران سره د سوداګرۍ د بديلي لاري په لټه کي ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي، ايران ته تر سفر څو ورځي وروسته اوس د يوه پلاوي په مشري هند ته سفر کړی دی.

د دغي ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي د دغه سفر هدف د چابهار بندر د ظرفيتونو فعالول او په اغېزمنه توګه کارول او د دغه بندر له لاري د هندي سوداګرو راجلبول او د دوه اړخيزي سوداګرۍ پراخول دي.

د ياد وزارت د اعلاميې له مخي دغه سفر د هند حکومت په رسمي بلنه تر سره سوی او د هند د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزيرانو، سوداګرو، پانګوالو او د دغه هيواد له خصوصي سکتور سره به پکښې غونډه او بحثونه شامل وي.

په اعلاميه کي ټينګار سوی دی چي د دغو ليدنو اصلي محور، د اقتصادي همکاريو پراختيا، د سوداګرۍ اسانتياوي، د سوداګرۍ د ګډي ساحې رامنځته کول او په سيمه ايزو ترانزيتي لارو کي د افغانستان رول پياوړی کول دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په هغه ويډيويي پيغام کي چي دويچه ويله ته يې رالېږلی دی ويلي دي: »په دې وروستيو کي له پاکستان سره زموږ د سوداګرۍ مسير له ستونزو سره مخامخ سوی دی. ځکه مو نو پريکړه وکړه چي د سوداګرۍ او ترانزيت د زياتيدو له پاره د چابهار لاره غوره کړو.«

په پلان کي ده چي د طالبانو پلاوی به د دغه سفر په جريان کي د »پراګتي ميدان« نوم نړيوال نندارتو ليدنه هم وکړي چي ډېر افغان سوداګر پکښې غرفې لري.

طالبانو دغه سفر له هند سره د سوداګرۍ د پياوړتيا په برخه کي مهم ګام بللی دی.

پر چابهار بندر تمرکز

په اکتوبر مياشت کي د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وسله والو نښتو راهيسي د دواړو هيواونو ترمنځ سرحدي دروازې تړل سوي دي او افغانستان د کراچی بندر ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو اداره د ایران د چابهار بندر د دې لارې يو بديل ګڼي. امريکا له هند سره د اړيکو د ښه والي په موخه شپږ مياشتي پر دغه بندر بنديزونه ليري کړل.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير د رواني مياشتي په لومړيو کي ايران ته هم سفر کړی وو، څو د چابهار بندر په اړه له ايراني چارواکو سره خبري وکړي.

هغه دغه راز د ايران د سيستان او بلوچستان له چارواکو سره د چابهار بندر له لاري تر ۱۰ ميليارد ډالرو پوري د ترانزيتي ظرفيت د لوړولو په اړه توافق وکړ.

د تيري چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اعلان وکړ چي تر دې وروسته به له پاکستان څخه درمل راواريد نه سي. هغه له سوداګرو څخه وغوښتل چي له پاکستان سره خپلي سوداګريزي اړيکي وشلوي او نوري بديلي لاري ومومي.

د بديلو لارو د لوړ لګښت اندېښنې

که څه هم له ايران او منځنی آسيا هيواونو سره د افغانستان د سوداګرۍ زياتوالي پر پاکستان باندي د دغه هيواد تکيه کمه کړې ده، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني استازي وايي دغه لاري د سوداګرو له پاره ډېر لګښت لري.

افغان سوداګر په دې باور دي چي افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په برخه کي يو او بل ته اړتيا لري او د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د لارو له تړلو سره په کراچۍ بندر کي د پنځو ميلياردو ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو مالونه بند پاته دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب