له پاکستان سره تقابل؛ د داخلي مشروعيت له پاره ګټه اخیستل؟
۱۴۰۴ آذر ۱۴, جمعه
د پاکستان له حکومت سره د طالبانو د ادارې پوځي نښتې، د طالبانو له ادارې څخه له عمومي ملاتړ سبب سوې. د خوست او جلال آباد په شان ولایتونو کې خلکو په ډله ایزه توگه په گلانو سره د طالبانو له ځواکونو هرکلی وکړ. په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو له غړو څخه د هرکلي ویډیوگانې خپرې سوې.
ددې خبرې په پام کې نیولو سره چې په افغانستان کې د پاکستان پرضد احساسات موجود دي او شديد دي، داسې یو ملاتړ د حیرانتیا وړ هم نه و. خو له طالبانو څخه د ملاتړ د موضوع جالب ټکی دادی چې په تکرار سره له هغوی څخه د پاکستان د نیابتي ډلې په توگه یادونه سوې ده او د افغانستان په دننه کې په سختدریځه سیاست سره هر ډول انتقادي نظریه ځپي.
د طالبانو د مخالفینو غبرگون
که څه هم د دغې ډلې د ملاتړو او طرفدارو کسانو له خوا له طالبانو څخه دا ډول ملاتړ عادي ښکاري، خو حتی د پخواني حکومت ځینو څېرو او چارواکو هم چې پوره ۲۰ کاله له طالبانو سره جنگیدلي دي، د پاکستان په وړاندې له طالبانو څخه د ملاتړ غوښتونکي سول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني معین، خوشحال سادات د ایکس په شبکه کې یوه بحث کې په سرحدي نښتو کې د طالبانو له دریځ څخه په ملاتړ، د پاکستان په وړاندې د طالبانو له اقداماتو څخه ستاینه وکړه:«په هغه وخت کې موږ فکر کاوه چې طالبان د هغوی (پاکستان) غلامان دي، هو یو یا دوه تنه وو چې د هغوی امر یې مانه، خو هغوی ټول دا ډول نه وو.»
د افغانستان د پخواني حکومت دغه چارواکي ټینگار وکړ چې طالبان د پاکستان بریدونو ته په ډیرې چټکتیا او قاطعانه ډول جواب ورکړ، په داسې حال کې چې پخواني حکومت داسي یو کار نه وو کړی.
البته، دې مسلې د طالبانو مخالف شخصیتونه له یوې سختې ستونزې سره مخامخ کړل، ځکه چې د پاکستان پر وړاندې دریځ نیول د طالبانو د ادارې ملاتړ گڼل کیږي، او برعکس، له طالبانو څخه انتقاد کول له پاکستان سره د همکارۍ په توگه لیدل کیږي.
ځينو سیاسي څېرو او شنونکو هڅه کوله په خپلو څرگندونو کې داسې یو توازن رامنځته کړي چې هم د پاکستان پر ضد دریځ خپل کړي او هم یې څرگندونې له طالبانو څخه د ملاتړ په توگه ونه انگیرل سي.
سیاستوال او د افغانستان په پخواني حکومت کې د لوړو زده کړو وزیر، عباس بصیر وویل چې دا ډول نښتې په دې معنی نه دي چې طالبان دي په یوه ملتپاله بهیر اوښتي وي.
له پاکستان ضد احساساتو او له طالبانو څخه له عمومي ملاتړ سره سره، بصیر په دې باور دی چې د افغانستان د خلکو گټې د طالبانو له ګټو سره توپیر لري. هغه پر طالبانو انتقاد کوي چې: «ټي ټي پي ته په پناه ورکولو سره، له پاکستان سره یې مقابلې ته زمینه برابره کړې ده: »په داسې حال کې چې د هغه په خبره حتی په کندهار، د طالبانو اصلي مرکز او ددغې ډلې د رهبر د اوسیدو په ځای کې لا خلک د افغانستان په خاوره کې د ترهگرو ډلو لکه پاکستاني طالبانو د حضور مخالف دي.
خو ځیني پخوانيو چارواکو په ښکاره دریځ سره اعلان وکړ چې دغه جگړه د افغانستان د خلکو جگړه نه ده. د افغانستان له پخوانیو چارواکو څخه مجیب الحمن رحیمي، ډویچه ویلې ته وویل: «له پاکستان سره د طالبانو جگړه، له پاکستان سره د افغانستان د مشروع حکومت جگړه نه ده او له پاکستان سره د افغانستان د خلکو جگړه هم نه ده. دا د یوې مزدورې او نیابتي ډلې جگړه ده چې په خپله پاکستان هغه رامنځته کړې ده.»
رحیمي په دې نظر دی چې له پاکستان سره د طالبانو نښتې د افغانستان په دننه کې ددغې ډلې د مشروعیت او محبوبیت سبب نه کیږي.«هغه حکومت چې له نامشروع لارې واک ته رسیدلی، په خپله نامشروع دی.»
له پاکستان سره له نښتو څخه تبلیغاتي استفاده
په هغو ورځو کې چې د طالب جنگیالیو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې روانې وې، هغو اکاونټونو چې په ټولنیزو شبکو کې ډیری وخت له طالبانو څخه په ملاتړ فعالیت کوي، ددغې ډلې له ځواکونو څخه یې پراخ تبلیغات پرلاره واچول.
ددغو اکاونټونو له خوا خپرو سویو انځورونو او ویډیوگانو کې هڅه کیدله چې طالبان د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د مدافع په توگه وښودل سي.
د کورنیو چارو وزارت له پخوانیو چارواکو څخه، بسم الله تابان وايی چې طالبانو له پاکستان سره له سرحدي شخړې وروسته هڅه وکړه له دغې موضوع څخه په پراخه توگه تبلیغاتي گټه پورته کړي.
تابان زیاتوي: «ددغې ډلې ملاتړ کوونکو هڅه وکړه ترڅو له دغو شرایطو څخه د طالبانو د سپینولو له پاره تبلیغاتي استفاده وکړي.»
پخواني متحدین څرنگه یو دبل دښمنان سول؟
د طالبانو په وړاندې د امریکايي ځواکونو او ناټو د ۲۰ کلنې جگړې په ترڅ کې، پاکستان د طالبانو له ډلې څخه په ملاتړ لکه د استوگنځایونو په برابرولو او مرستو تورن و. پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اسانۍ کې هم مهم نقش درلود.
د پخواني حکومت د سقوط په لومړیو ورځو او د طالبانو له خوا د کابل له تصرف وروسته، داسې یو عکس خپور سو چې د پاکستان د پوځي استخباراتو د سازمان (آیاسآی) مشر، فیض حميد په یوه هوټل کې د طالبانو څنگ ته ښيی چې یو له بل سره ولاړ دي او د چایو پیاله یې په لاس کې ده. دغه انځور په پراخه کچه د نیژدو اړیکو او پر طالبانو باندې د پاکستان د نفوذ د یوه ثبوت په توگه لاس په لاس کیده.
خو په ۲۰۲۱ م کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، په پاکستان کې یاغي ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) زړه ورې سوې او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې یې خپل بریدونه لاپسې زیات کړي دي.
پاکستان تل دا ادعا کړې ده چې تحریک طالبان پاکستان، له افغان طالبانو څخه بیله ډله خو د هغوی متحده، د افغانستان په دننه کې پټنځایونو څخه خپل بریدونه تنظیموي او په پاکستان کې یې ترسره کوي.
خو د طالبانو ادارې تل دغه تورونه رد کړي او ادعا کوي چې د هیڅ کوم بل هیواد په وړاندې د افغانستان له خاورۍ څخه استفادي ته اجازه نه ورکوي.
د شخړو د زیاتیدو په ترڅ کې، د پاکستان د ځینو چارواکو په تیره بیا ددغه هیواد د دفاع د وزیر تُندو څرگندونو او په اسلام آباد کې د طالبانو د مخالفو څېرو د یوې ناستې جوړول، داسې انگیرنې رامنځته کړې چې گواکي پاکستان د طالبانو د نظام د رانسکوریدو په هڅه کې دی.
پر کابل باندې د هوايي او بې پیلوټه الوتکو بریدونو چې د طالبانو اداره یې پاکستان ته نسبت ورکوي، د طالبانو د سرحدي ځواکونو غبرگون له ځانه سره درلود چې د څو ورځنیو خونړیو نښتو او په دواړو خواوو کې د په لسونو کسانو د وژل کیدو او ټپي کیدو سبب سول.
دواړو خواوو د اکتوبر پر ۱۹مه د قطر او ترکیې په منځگړیتوب پر یوه اوربند توافق وکړ چې تر اوسه تر ډیره ځایه مراعات سوی دی، خو وضعیت په هیڅ ډول نه دی عادي سوی او سرحدي لارې لا تړلي پاته دي. په استانبول کې د خبرو اترو دوې دورې او په دا وروستیو کې په سعودي عربستان کې یوې غونډې ونه سو کولای د دواړو خواوو ترمنځ د دوامدارې سولې سبب سي.