1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

له پاکستان سره د لوبې پرمهال د نور احمد جنجالي ویکټ

۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبه

د ‍۱۹ کلنو په نړیوال جام کې له پاکستان سره د لوبې پرمهال ورو توپ اچونکی نور احمد د پاکستاني لوبغاړي محمد هریره ویکټ د مانکډ په طریقه ترلاسه کړ چې له کبله یې په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه هم را پاریدلي دي.

Cricket - 2020 ICC U19 World Cup - Südafrika v Afghanistan
انځور: picture-alliance/empics/BackpagePix

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۳۱مه نیټه) د کریکټ د ۱۹ کلنو څخه د کم عمر په نړیوال جام کې له پاکستان سره د لوبې پرمهال، د محمد هریره ویکټ د مانکډ په طریقه تر لاسه کړ. مانکډ په کریکټ کې داسې ویکټې اخیستو ته ویل کیږي چې د توپ اچوونکي لوري ته بیټسمین له کریس یا خط څخه د توپ اچونې پرمهال اوښتی وي او توپ اچوونکی یې ویکټه په توپ وولي. د کریکټ د قانون له مخې دغه ویکټه قانوني ارزښت لري خو ګڼ شمیر لوبغاړي یې د کریکټ لوبې ته د درناوي په موخه دغه کار نه کوي.

د لوبې امپایر یا لوبڅار سام نوګاسکي پریکړه دریم لوبڅار ته وسپارله او د ویډیو تر کتلو وروسته معلومه شوه چې د توپ اچوونې پرمهال محمد هریره له کریس یا کرښې تیر شوی وو چې په دې توګه نوموړی د منډې پرمهال اوټ یا رن اوټ شو. پاکستانی هریره په خپله لومړنۍ لوبه کې په ښه توګه لوبه کوله او د سوځیدو پرمهال یې په ۷۶ توپونو ۶۴ منډې کړې وې. د یادې ویکټې په اخیستو سره بیا هم پاکستان دغه لوبه په شپږو ویکټو له افغانستان څخه وګټله او په دې توګه یې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او له هندوستان سره به خپل بخت آزمويي.

له اي اس پي این ویبپاڼې سره تر لوبې وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان فرحان زاخیل دا ومنله چې دغه کار باید نه وای شوی. نوموړي یادې ویبپاڼې ته وویل: «هغه وخت مو فکر وکړ چې راځئ یو نوی کار وکړو څو پر پاکستان باندې لا ډیر فشار وارد کړو.» نوموړې زیاته کړې چې که ریښتیا ووایم نو دغه کار په کریکټ کې باید نه وای شوی.

فرحان همدا راز اي اس پي ان ویباڼې ته ویلي چې سره له دې هم موږ غوښتل لوبه وګټو ځکه دا زموږ له پاره ډیره مهمه لوبه وه. نوموړي ویلي: «افغانانو غوښتل چې موږ پاکستان ته ماتې ورکړو. خو دا کار د کریکټ په قانون کې موجود دی او یو څوک چې وسوځیږي هغه سوځیدلی دی.» زاخیل همدا راز زیاته کړه چې که چیرته لوبه زموږ په کنترول کې وای، نو بیا به مو ښايي دغه کار نه وو کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د نور احمد د دغې ویکټې په هکله غبرګونونه راپاریدلی دي. ځینو یې ننګه کړې او ځینو بیا دغه کار ښه نه دی ګڼلی.

 کریکټ د قانون د ۴۱،۱۶ مادې په اساس چې په ۲۰۱۷م کال کې پکې یو شمیر تغیرات هم راغلل، که چیري لوبغاړی د توپ اچونې پرمهال له کریس یا کرښې بیرون وي، او توپ اچونکی ویکټ په توپ وولي، لوبغاړی باید اوټ یا وسوځیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د مانکډ په طریقه یو لوبغاړی سوځول کیږي. په ۲۰۱۶م کال کې د بنګله دیش په کوربتوب د ۱۹ کلنو څخه د کم عمر په نړیوال جام کې د زمبابوې او ویسټ انډیز د لوبې پرمهال هم د ویسټ انډیز لوبغاړي کیمو پاول د زمبابوې ریچارد نګراوا په همدې طریقه اوټ کړل چې له کبله یې ویسټ انډیز دغه لوبه وګټله.مانکډ په اصل کې د هغه هندوستاني لوبغاړي نوم دی چې د لومړي ځل له پاره یې په ۱۹۴۷م کال کې د آسترالیا خلاف په یوه ټسټ لوبه کې په دغه طریقه د آسترالیا یو لوبغاړی اوټ کړ او تر دې پیښې وروسته دغه راز اوټ کیدل د مانکډ په نامه یادیږي.

انځور: Getty Images/I. Hitchcock

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل