1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان څخه آلمان ته یوه ډله افغانان انتقال شوي

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۹, جمعه

د پنجشنبې په ورځ ۱۴ تنه افغانان چې په پاکستان کې میشت ول او آلمان ته د راتګ ژمنه یې ترلاسه کړې وه، د ترکیې له لارې آلمان ته رسیدلي دي. دا د فریدریش میرڅ د حکومت په موده کې دریمه ډله افغانان دي چې آلمان ته انتقالیږي.

څوارلس تنه هغه افغانان چې په پاکستان کې میشت ول او آلمان ته د راتګ ژمنه یې ترلاسه کړې وه، آلمان ته رسیدلي دي.
د یوه پرواز له لارې ۱۴ تنه له خطر سره مخامخ افغانان له پاکستانه المان ته انتقال شوي دي. انځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د آلمان د خبري آژانس د یوه عکاس په خبره، یاده الوتکه د آلمان هانور لانګنهاګن هوايي ډګر ته پرون د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ۳۰مه، په ځايي وخت شاوخوا ۵ نیمې بجې رسیدلې ده. دا د فریدریش میرڅ د حکومت په موده کې دریمه ډله افغانان دي چې آلمان ته انتقالیږي.  

آلمان ته د را انتقال شویو افغانانو دغه ډله د اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې میشت ول او آلمان ته د تګ له پاره یې په دغه هیواد کې شپې او ورځې تیرولې او د وتلو په تمه ول.

د آلمان ائتلافي حکومت په مې میاشت کې د افغانانو له پاره په المان کې د بیا مېشتېدو پروګرام متوقف کړ خو بیا هم د دغه پروګرام له لارې یو شمیر افغانان آلمان ته انتقال شوي دي.

په دغه پروګرام کې په افغانستان کې د جرمني د ادارو پخواني محلي کارکوونکي، د هغوی د کورنۍ غړي او خپلوان، او هغه کسان شامل دي چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ځورونې وېره لري. په دې ډله کې پخواني وکیلان او خبریالان هم شامل دي.

انځور: Hendrik Schmidt/dpa/picture-alliance

سره له دې چې د آلمان د اوسني ائتلافي حکومت له لوري دغه پروګرام ځنډول شوی، ځینې افغانان لا هم آلمان ته د راتګ بشري ویزې ترلاسه کوي.

دوی په آلمان کې د محکمو له لارې د خپلو دوسیو تر څیړنې وروسته دغه راز ویزې ترلاسه کوي چې بیا د دې امکان برابریږي چې دوی آلمان ته انتقال شي. په دې ترڅ کې آلمان ته د انتقال څو قضیې د «کابل ایرلفت» په نامه د مرستندویه ډلې له خوا ملاتړ کېږي.

د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۹۱۰ افغانان چې د منلو یا د قبلېدو ژمنه یې ترلاسه کړې، لا هم په پاکستان کې پاتې دي. دا شمېر شاوخوا ۲۲۰ پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي او خپلوان، د بشري حقونو په برخه کې ۶۰ کسان، ۶۰۰ کسان د موقتي ‌پروګرام په چوکاټ کې، او نږدې ۱۰۳۰ کسان د افغانستان له پاره د فدرالي منلو پراخ پروګرام کې شامل دي.

په ورته وخت کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په دې پروګرام کې شامل ټول کسان د بشپړو امنیتي او سکرینینګ چکونو له تېرېدو وروسته آلمان ته داخلېږي. تر دې مخکې هغه افغانان چې د جرمني د ځانګړو منلو پروګرامونو له مخې مستحق ګڼل شوي وو، د آلمان هانوور ښار ته انتقال شوي او بیا د آلمان په بېلابېلو سیمو کې وېشل شوي دي.

بل لوري ته د آلمان د ائتلافي حکومت د تړون له مخې، د جرمني حکومت ژمنه کړې چې دا ډول داوطلبانه د کډوالو د منلو فدرالي پروګرامونه پای ته رسوي چې پکې افغانستان هم شامل دی.

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟

31:36

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل