[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.07.2016):
پاکستانۍ کلدارې يا روپۍ په سويلي ولايت کندهار کي
په کندهارکي د سویلي حوزې د افغانستان بانکونو عمومي مسؤل محمد نعیم اکبري المان ږغ ته وویل، غواړي د سرحدی ولسوالۍ سپين بولدک څخه دپاکستانۍ کلدارو پر راکړه ورکړه بندیز لګول راپيل کړي.
انځور: DW/M. I. Spesalaiد سویلي حوزې د افغانستان بانکونو عمومي مسؤل محمد نعیم اکبري وايي دامهال د سویلي حوزې په ټولو ولایتونو کي د پاکستان پولي واحد کلداره رایج ده.
انځور: DW/M. I. Spesalaiخو په کندهارکي یوشمیر سوداګر او صرافان بیا وايي، په دې کارسره به دوی ته تاوان ورسیږي، ځکه خلک د افغانۍ په پرتله پر کلدارو باور لري.
انځور: DW/M. I. Spesalaiد کندهار عام اوسیدونکي هم غواړي، چي افغانۍ دي د نورو پرمختللو پولي واحدونو په ډول خپل ځان ثابت کړي.
انځور: DW/M. I. Spesalaiد کندهاريانو په قول، که لوی سوداګر او دولت وغواړي دوی ورسره همکار دي او نه غواړي، چي د افغانۍ پرځای په پردیو پيسو راکړه ورکړه وکړي.
انځور: DW/M. I. Spesalaiسیمه ییز دوکانداران هم د افغانیو په رواجولو خوشحال دي دوی وايي، له وچي مجبورۍ څخه د پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه کوي.
انځور: DW/M. I. Spesalaiد صرافانو په قول، که چیري یومخ کلداري بندي سي، نو ددوی په کاروبار به منفي سیوری وغوړي.
انځور: DW/M. I. Spesalai