په وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د وتلو لړۍ گړندۍ شوې. د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدو چارو وزارت په پېښور کې له افغان کونسلگرۍ سره په گډه د «خپل وطن گل وطن» په نوم د مهاجرو د بیرته ستنیدو پروگرام پیل کړ.
انځور: DW/O. Deedar
له خیبر پښتونخوا څخه هره ورځ د افغان مهاجرو په سوونو کډې د تورخم له لارې خپل هیواد ته ستنیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad
په څمکنو کې د وي آر سي، مرکز ته هغه کورنۍ ورځي چې غواړي په دوا طلبه توگه خپل هیواد ته ستانه شي. په دغه مرکز کې پر یو ان اچ سي آر سربیره د د پاکستان د نادرا یا د نفوسو د ثبت احوال ادارې کارکوونکي هم شتون لري او کډوال د یو لړ مراحلو تر تیرولو وروسته د بیرته ستنیدو له پاره سند تر لاسه کوي. له دوی سره د یو ان اچ سي آر له لوري مالي مرسته هم کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad
دا چې په خیبر پښتونخوا کې د مهاجرو د بیرته ستنیدو د چارو له پاره یوازې یو مرکز دی نو ډیر شمیر کډوال چې د کور سامان یې په لارۍ موټرو کې بار وي، دې ته اړ کیږي چې کله نا کله د خپل نوبت رارسیدو له پاره څو ورځې انتظار وباسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad
په څمکنو مرکز کې د مهاجرو د متحده عالي شورا د یوه استازي محمد نصیب موسی خیل په وینا یوازي په جولای میاشت کې ۲۳۵۰ کورنۍ چې ۱۱۲۸۴ کسان کیږي خپل وطن ته ستانه شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad
دا چې په څمکنو کې د وې آر سي، یوازیني مرکز ته ډیر افغانان ورځي، نو ځیني مهاجر دا شکایت هم کوي چې هلته د انتظار کوونکو مهاجرو له پاره اړینې اسانتیاوې نه شته.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad
په پاکستان کې ۱،۵ میلیونه راجستر شوي افغان مهاجر ژوند کوي او د هغو افغانانو شمیر هم تر یو میلیون اړوي چې راجستر شوي نه دي. په پاکستان کې د میشتو راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتیدو موده د روان میلادي کال د دسمبر په وروستۍ نیټه پای ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad
داسې اټکل کیږي چې تر لوی اختر وروسته به د بیرته ستنیدونکو افغان کډوالو د ارزولو له پاره یو بل مرکز هم په زاخیلو کې پرانیستل شي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas
پر راجستر شوو کډوالو سربیره له خیبر پښتونخوا او پاکستان له نورو برخو څخه هره ورځ نوري په سونو هغه کورنۍ هم خپل وطن ته ستنیږي چې په پاکستان کې راجستر شوي نه دي. له دغو مهاجرو سره هیڅ ډول مرستې نه کیږي.
انځور: DW/O. Deedar
له پاکستانه ستنیدونکي کډوال له افغان حکومته په لومړي سر کې یوازې د یوې سر پناه غوښتنه کوي. خو که چیرې په پاکستان کې د روان کال تر پایه وروسته د افغان کډوالو د پاتیدو نېټه و نه غځول شي نو ښایي افغان حکومت به د دې وړتیا و نه لري چې دومره ډیرو ستنو شوو کډوالو ته خدمات وړاندي کړي.