1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له چاد څخه د آلمان سفیر اېستل شوی

۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

د چاد حکومت د آلمان سفیر کریستین ګوردون څخه جمعه د شپې وغوښتل چې په ۴۸ ساتونو کې دې له دغه هېواد څخه ووځي. د چاد حکومت «بې ادبه چلند» او د «ډيپلوماسي دودونو ته نه درناوی» د سفېر اېستلو لپاره د دلایلو په توګه مطرح کړي.

سفیر ګوردون کریک
سفیر ګوردون کریکانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د دغه ۱۷ میلیوني هېواد حکومت د خپل دغه اقدام لپاره بله کومه غوره توجیه نه درلوده. ځايي رسنۍ ګومان کوي چې پر اوسني انتقالي حکومت نېوکې د دغه ګام اصلي دلیل دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په برلین کې ویلي، هغه دلایل چې د سفیر د اېستلو لپاره ویل شوي د درک وړ نه دي. ویل شوي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اوسمهال د موضوع په تړاؤ د چاد حکومت سره د خبرو په حال کې دی.

اړوند مطالب:اردوغان د آلمان سفير «نامطلوب» کس اعلان کړ

چاد هغه هېواد چې پکې بې وزلي او اداري فساد واکمن دي، شمال ته له لیبیا او لویدیځ لور ته له نیجر سره پوله لري. له اپریل میاشتې راهېسې محمد بن ادریس دیبي د دغه هېواد ولسمشري کوي.

پلار یې ادریس دیبي په ۲۰۲۱ میلادي کال د هېواد په شمال کې ووژل شو، چې بیا وروسته یې زوی د ولسمشرۍ مسؤلیت پرغاړه واخیست.

دیبي په یو نیم کال کې د ولسواکو ټاکنو ترسره کولو ژمنه کړې وه. د تېر کال په مني کې یې د اپوزیسیون لاریونونه په تاوتریخوالي سره سرکوب کړل. د ډیری بهرنیو هېوادونو ډیپلوماټانو چې هغه مهال په چاد کې ول، له لاریون کونکو سره د حکومت له تاوتریخوالي ډک چلند په سختو ټکو وغانده.

جان کریستین ګوردون له ۲۰۲۱ میلادي کال راهېسې په چاد کې د آلمان سفیر دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب