1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له چين څخه بهر د کرونا ویروس لومړنی قرباني

۱۳۹۸ بهمن ۱۳, یکشنبه

په فليپين کې يو چينايي وګړی د کرونا ويروس له امله مړ شوی دی. پر دغه ويروس د مبتلا شوو ناروغانو شمیر اوس له ۱۴ زره او ۳۰۰ څخه اوښتی دی. تر اوسه نژدې ۳۰۰ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

Indonesien Soekarno Hatta International Airport Vorbereitungen zur Evakuierung aus Wuhan
انځور: Reuters/Antara/M. Iqbal

د رويټرز خبري آژآنس د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲مه) په فليپين کې د کرونا ناروغۍ له امله د یوه چينايي وګړي د مړينې خبر ورکړ. دا له چين څخه بهر د کرونا ویروس د ناروغۍ لومړنی قرباني دی. له دې نه علاوه، د فليپين د عامې روغتيا وزارت پر دغه ويروس د دوو نورو کسانو د ابتلا څخه هم ويلي دي.

د آلمان د پوځ يوه الوتکې د شنبې په شپه ناوخته د چين په وهان هوايي ډګر کې کيناسته. په دغې الوتکه کې د يادې خپرې شوې ناروغۍ سره د مقابلې په موخه لازم درمل او نورو کمکي مواد انتقال شوي دي.

د آلمان پوځ ويلي دي چې د چين وهان ښار ته د دوی استول شوې الوتکه به د بيرته ستنيدو پر وخت، د ماسکو په هوايي ډګر کې يوه ناسته ولري ځکه له دې پرته د الوتکې د خدمې د پرواز مجاز وخت له خپل له ټولو لوړ ميزان څخه اوړي.

په دغې الوتکه کې ناست ټول کسان به خپل مقصد ځای ته تر رسيدو د مخه، په يوه لوبغالي کې چې د مخه ورته په نظر کې نيول شوی، د لا اطمينان حاصلولو په موخه معاينه کړل شي.

فليپين د کرونا ويروس د دوو نورو ناروغانو هم ويلي ديانځور: Reuters/E. Lopez

په چين کې د کرونا ويروس د خپريدو له امله، په دغه هیواد کې ميشت ۱۲۰ تنه آلماني اتباع فرانګفورت ښار ته انتقال شوي دي. دوی به د آلمان راين لند فالتس ايالت کې د قرنطين يوه مرکز ته وليږدول شي. هلته به تر ۱۴ ورځو په دغه مرکز کې تر روغتيايي مراقبتونو لاندې وي تر څو د کرونا ويروس د احتمالي ابتلا مسئله یې روښانه شوي وي.

تر دې وړاندې ويل شوي وو يوازې هغه کسان د چين له وهان څخه آلمان ته انتقاليږي چې په کرونا ويروس مبتلا شوي نه وي.

د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو کسانو شمیر په چټکۍ سره مخ په ډيريدو دی. چينايي چارواکو پرون شنبه سهار ويلي وو چې د دغې ناروغۍ د قربانيانو شمیر ۳۰۴ تنو ته رسیدلی دی. دغه شمير تر هغې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د جنوري ۳۰مه، ۲۱۳ وو.

 بريتانيا په بجینګ کې د خپل سفارت د کارکونکو شمیر تر نهايي حده راکم کړي دي. استراليا د جمعې په ورځ وويل چې پکن او شانګهای ته يې خپل پروازونه درولي دي. نيوزیلند د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه خپل سرحدونه تړلي دي. امريکا متحده ایالاتو هم د جمعې په ورځ اعلان کړی وو چې خاورې ته د ورداخليدونکو بهرنيو، په ځانګړې توګه چينايي مساپرو له پاره خپل تدابير شديد کړي دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب