1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرات بیا پیل شوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

له کابو یو کال ځنډ وروسته چین ته یو ځل بیا د هوایي دهلیز له لارې د جلغوزیو صادرات پیل شوي. د هوايي دهلیز له لارې صادرات د تیر جمهوري نظام په دوران کې پیل شوي ول چې د طالبانو په بیا حاکمیت سره یې فعالیت ځنډیدلی وو.

Flughafen Kabul Eröffnung Luftkorridor von Afghanistan nach China
انځور: Yunus Momand

 

دوه کاله وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لورې چین ته د هوایي دهلیز له لارې د جلغوزیو صادرات پیل شوې وو، چې د طالبانو له واکمنیدو ورسته دا سوداګري بنده شوې وه .پرون د اکتوبر میاشتې پر ۱۰مه نیټه تر اوږد ځنډ وروسته د متحده عربي اماراتو له لارې چین ته د جغلوزیو لومړۍ چوپه چین ته ولیږدول شول. د چارواکو په خبره، د افغانستان ۲۰ ټنه جلغوزه د یوه خصوصي شرکت د الوتکې په واسطه د متحده عربي اماراتو له لارې چین هیواد ته ولیږدل شوه.

د طالبانو د ریاست الوزرأ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هوايي دهلیز د فعالیت د بیا پیلیدو پر مهال وویل چې د جلغوزیو د هوایي دهلیز پرانیستل به د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري پراخه کړي.

هغه زیاته کړه: «هوایي دهلیزونه د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسولو کې بنسټیز اهمیت لري. د افغانستان او چین ترمنځ دا هوایي دهلیز به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا مستحکمې کړي.» ملا عبدالغني برادر زیاتوي، په پام کې لري چې له نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې هوایي دهلیزونو ته پراختیا ورکړي.

انځور: Yunus Momand

هغه وویل: «اسلامي امارات هڅه کوي، چې هوایي دهلیزونو ته پراختیا ورکړي، څو وکولای شو، چې د چین ترڅنګ هند، عربي هېوادونو، ترکیې او اروپا ته هم د هوایي دهلیزونو له لارې وچه میوه، زعفران او نور افغان محصولات د افغانستان په مارکه او نښان صادر کړي.»

اړوند مطالب: د افغانستان او چین تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

د جلغوزیو یوه سوداګر صدیق وزیر دویچه ویله ته وویل، چې د تېر  یوه کال راهیسې هوایي دهلیز ځنډیدلی و، چې یو لامل یې د هوایي دهلیز د قیمت پورته تګ او دوی نه شول کولای چې د ګاونډیو هېوادونو سوداګرو سره سیالي وکړي.

وزیري د جلغوزیو د هوایي دهلیز په اړه زیاته کړه: «هوایي دهلیز ګټې خورا ډیرې دي. موږ جلغوزي په درو برخو ویشو، یو یې خام جلغوزي دي، چې انتقال یې چین ته ترسره کیږي، دویم ډول یې د مغزو دی، چې عربي ملکونه او اروپا ته ځي او درېیم ډول یې پاخه جلغوزي دي، چې په عمومي توګه هند ته صادریږي.»

انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د جلغوزیو یو بل سوداګر شیرعلي ځدراڼ وایي، چې پخوا دوی پاکستان ته په قاچاقي ډول جلغوزي لیږدول، چې په پاکستان کې به له پروسس او بسته بندۍ وروسته چین او نړیوالو بازارونو ته د پاکستان په نوم صادریدل.

اړوند مطالب: 

نوموړی وایي، چې د هوایي دهلیز په پرانستلو سره به دوی ډېر عاید ترلاسه کړي او په عین حال کې د پروسس په بهیر کې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

ځدراڼ وویل: «مخکې زموږ جلغوزي په دویم لاس د پاکستاني سوداګرو له لوري په چین پلورل کیدل، اوس موږ مخامخ په چینایانو جلغوزي پلورو. ډېره ګټه کوي.»

 

شیر علي ځدراڼ وایي، چې د واورو او بارانونو له امله د تېر کال په پرتله سږ څلوېښت سلنه د جلغوزو محصولات کم شوي، خو زیاتوي، چې د تېر کال به پرتله یې بیې تقریبآ دوه برابره لوړې شوې دي.

د ځدراڼ په خبره تېر کال یو ټن جلغوزي ۱۱ زره ډالر قیمت درلود، سږ کال کې قیمت له ۱۷ زره تر ۱۹ زره ډالرو رسېدلی دی.»

انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند دویچه ویله ته وویل، افغانستان له ټولې نړۍ سره د وچې میوې او افغان محصولاتو هوایي دهلیزونه لري. نوموړی وایي، د جلغوزیو صادرات به له چین پرته د سوداګرو د غوښتنې سره سم ټولې نړۍ ته ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه: «پرون لومړۍ محموله چې شل ټنه توره طلا [جلغوزي] چین ته صادر شول. موږ به جلغوزي ټولې نړۍ ته صادرو، چیرې چې د سوداګرو غوښتنه او اړتیا وه.»

مومند زیاتوي، چې تېر کال د هوایي دهلیز له لارې پنځه زره او پنځه سوه ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوې دي، چې افغان سوداګرو ته ترې په مجموعي ډول ۵۷ میلیونه ډالر عاید په لاس ورغلي وو.

جلغوزې څرنګه پروسس کیږي:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل