له چین څخه افغانستان ته لومړی اورګاډی ورسېدعبدالحمید صافی۱۳۹۵/۶/۱۷۱۳۹۵ شهریور ۱۷, چهارشنبهد افغان سوداګرو هغه ۶۸ واګونه توکی چی له ورمچی څخه بار شوي وو په لومړي ځل اورګاډي په واسطه په ۱۲ ورځو کی د حیرتانو بندري ښار ګوټي ته راورسیدل. چارواکي وایي چې دا موضوع به د افغان سوداګرو د کار له ودې سره مرسته وکړي.لینک کاپي کولانځور: DW/H. Safiاعلان[No title]This browser does not support the audio element. نور مطالب: له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسیدد اگست میاشتې پر ۲۵ نېټه له چین څخه د سوداگریزو توکو د لیږدولو لومړي اورگاډي د افغانستان پر لور حرکت وکړ. دغه اورگاډی تر دوه اوونیو وروسته د افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان بندر ته راورسید.انځور: DW/H. Safi په پام کې ده چې هرې دوې اوونۍ وروسته له چین څخه افغانستان ته د سوداگریزو توکو د انتقالولو له پاره اورگاډی د حیرتان پر لور سفر وکړي. په دې ترڅ کې لومړي اورگاډ د اگست میاشتې پر ۲۵ نېټه حرکت کړی وو، چې د چهارشنبې په ورځ حیرتان ته راورسید.انځور: DW/H. Safi د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند ښاغلی قوقندي په حیرتانو کې خبریالانو ته وویل چې تر دې وروسته به هغه سوداگریز توکي چې د کراچۍ او نورو سمندري لارو افغانستان ته راتلل اوس به د دغه اورگاډي په واسطه افغانستان ته لیږدول کیږي.انځور: DW/H. Safi څو ورځې تر مخه په چین کې د افغانستان سفیر له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي وو چې «د دغې مستقیمي کرښې رامنځ ته کیدل افغانستان ته دا فرصت برابروي تر څو مونږ وکولای شوي چې خپلې طبیعي منابع چین ته صادر کړو.» په دغو طبیعي منابعو کې د نورو تر څنگ اوسپنه، مس، قیمتي او نیمه قیمتي ډبري، مرمر، لاجورد شامل دي.انځور: Imago/Xinhua د اورگاډي دغه مستقیمه پټلۍ د چین څخه پیلیږي او د قزاقستان، قرغیزستان څخه وروسته د تاجکستان له لارې حیرتان بندر ته رسیږي. دغه اورگاډی به په میاشت کې دوه وارې سفر کوي چې کابو ۱۲ ورځو کې رسیږي.انځور: DW/H. Safi په دې تړاو په حیرتان ښارگوټي کې ځانگړي مراسم په پام کې نیول شوي چې په افغانستان کې د چین سفیر هم پکښې گډون کړی وو. هغه هوډ څرگند کړ چې حکومت به یې افغان سوداگرو ته لا ډیرې سوداگریزي آسانتیاوې برابرې کړې.انځور: DW/H. Safiانځورونه1 | 5