1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له چین څخه خارجیان وځي

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

تر تقریباً درې کاله دمخه د کرونا وبا تر شیوع وروسته خارجي مسلکي قواوي له دغه هیواد څخه د وتلو په حال کي دي.

China Covid-19 Teststation
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

تر تقریباً درې کاله دمخه د کرونا وبا تر شیوع وروسته خارجي مسلکي قواوي له دغه هیواد څخه د وتلو په حال کي دي. د اقتصادي لحاظه د نړی د دغه دوهم قدرت څخه د تخمیني ارقامو پراساس د خارجي منیجرانو او متخصیصینو وتل تر دوه چنده لاهم اضافه سوي دي.

د المان خبري آژانس خبر ورکړی چي په چين کي یو وخت ۸۵۰۰۰۰ خارجي مسلکي کسان موجود ول او هلته یې کارونه کول. 

د جرمنی د تجارت او صنایعو د اطاقونو د معلوماتو پراساس هغوی په چین کي څلورمه برخه کارکوونکي له لاسه ورکړي دي. 

د دې دلیل د چین د حکومت د کرونا هغه صفر ستراتیژي ده چي په تکرار سره د محدودیتونو، قرانطین، دایمي نظارت او خارجي هیوادونو څخه یې د هیواد د منزوي کیدو سره تړلې ده. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل