«له ښځو سره زور زياتی ډېر سوی دی»
۱۳۹۲ آذر ۴, دوشنبهد افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشري سيما سمر د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۵) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «البته د زور زياتي انواع تر هغو کسانو ډير دي چي کمېسيون ته يې مراجعه کړې ده. د بېلګې په توګه يوچا مراجعه کړې ده، چي هم وهل سوې ده، هم نفقه نه ده ورکړل سوې او هم و کار او زده کړي ته نه ده پرېښوول سوې، ځکه نو د زور زياتي ډولونه ډېر دي.»
د بشري حقونو کمېسيون د شمېرو له مخي په ټوليزه توګه د ۱۳۹۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۴۱۵۴ پيښي ثبت سوي دي.
واقعي شمېرې؟
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چي هغه شمېرې چي د دغه کمېسيون له خوا وړاندي سوي دي يوازي د دوی په مرکزي او ولايتي دفترونو کي د ثبت سوو پيښو له مخي وړاندي سوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي چي له ښځو سره د زور زياتي پيښي کېدای سي چي تر دې ډېري وي.
آغلې سمر وويل چي په ډيرو ولايتونو کي ښځو ته داسي زمينه نه ده برابره چي د زور زياتي په همکله شکايت وکړي: «کېدای سي چي له ښځو سره د تاوتريخوالي پيښې نوري هم ډيري وي.»
د دغه کمېسيون چارواکي وايي چي د دوی و دفترونو ته د مراجعه کوونکو د ډېروالي يو دليل د پوهاوي د کچي لوړېدل دي. که نه په نورو کلونو کي هم له ښځو سره زور زياتی ډېر وو خو ښځو د خپلو حقوقو په اړه ډېر لږ پوهاوی لاره، او ډېر لږ يې رسمي دفترونو ته مراجعه کوله.
د دغه کمېسيون د شمېرو له مخي په دغه موده کي له ښځو سره د ژبني تاوتريخوالي او توهين ۹۷۶ پيښې ثبت سوي دي. دغه راز له ښځو سره د اقتصادي زور زياتي چي هغوی ته پيسې نه ورکول کيږي ۸۶۲ پيښي ثبت سوي دي او د دغه کمېسيون د شمېرو له مخي د ۱۳۹۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د جنسي تيريو ۲۶۷ قضيې له دوی سره ثبت سوي دي.
وړانديزونه
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چي له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره تر ټولو مهم اولويت د هغوی د پوهاوي لوړوالی او نارينو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړل دي. دغه کمېسيون وايي چي حکومت هم بايد ښځو ته د کارونو زمينه برابره کړي.
مېرمن سمر وويل چي ښځو ته بايد د افغانستان په قضايي سيستم کي کار ورکړل سي. هغې ټينګار وکړ چي له جرم څخه مصوونيت بايد له منځه ولاړ سي او پوليس هر هغه کس چي له ښځو سره د زور زياتي په تړاو نيسي بايد د قانون منګولو ته وسپارل سي.