1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابله په سونو داخلي بې ځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه

په سونو هغه داخلي کډوال چې کابو يو کال ترمخه یې د جګړو له کبله له ختیځو ولایتونو څخه پلازمينې کابل ته پناه وړې وه، د پنجشنبې په ورځ بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

Kabul, Afghanistan | Binnenvertriebene aus den nördlichen Provinzen
آرشيف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د امريکا په مشرتوب جګړې په ترڅ کې په ميليونو افغانان په خپل هيواد کې کډوال شوي ول، هغه جګړه چې په تېر اګست مياشت کې واک د طالبانو په رسېدو سره پای ته ورسېدله.

ډېرو افغانانو د کابل په څېر سترو ښارونو ته مخه کړې وه چېرې چې د افغانستان د لیرې پرتو سيمو په پرتله چې په تاريخي توګه د سخت دريځو پاخه سنګرونه بلل کيږي، لږ هوايي بريدونه او مخامخ نښتې ترسره کیدلې.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو ادارې «يو ان ايچ سي آر» څه نا څه ۱۶۰۰ هغو افغانانو ته چې په کابل کې ميشت ول، په ختیځ کې خپلو ولایتونو ته په ستنېدو کې مرسته وکړه.

د سردار ولي په نوم د لغمان ولايت يوه بزګر چې د طالبانو له خوا د کابل تر نيول کیدو څو مياشتې مخکې دغه ښار ته کډه شوی وو، وويل: «زما له پاره ډېره د خوښۍ ورځ ده. موږ بيرته خپلې سيمې او کور ته ستنېږو.»

نوموړي د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې زياته کړه: «حتی که کورونه مو په هاوان لګيدلي وي او ويجاړ شوي هم وي، موږ به یې بیرته جوړ کړو.»

د يو ان ايچ سي آر له خوا ويل شوي چې په ديرشو بسونو کې ښځې، نارينه او ماشومان بيرته خپلو کورونو ته انتقال شول او هرې کورنۍ ته د خوراکي او نورو اړينو توکو د رانيولو له پاره ۲۰۰ ډالره ورکړل شول.

يو ان اچ سي آر ویلي چې له بيرته ستېندونکو سره یې د کورنۍ په سر دوه سوه ډالر مرسته کړې انځور: REUTERS

ډېر دغه کسان چې کابل ته کډه شوي ول، د اوسيدنې شرايط یې ناوړه ول. ځینو یې په خيمو کې او نورو یې بيا تر شنه آسمان لاندې ژوند کاوه. هغو چې کورونه یې کرایه کړي ول، ډېر ژر پوه شول چې دغه مصرف یې له وسه پوره نه دی.

د پرې ګل په نامه يوې میرمنې چې هغه هم د پنجشنبې په ورځ د دغه پروګرام په ترڅ کې خپل کور ته ستنه شوه، وويل: «دوې درې مياشتې تر مخه مو يو کور کرايه کړ. اولادونه مې پلاستيک ټولوي او مېړه مې سپينږيری دی. موږ دغه مصارف نه سو پوره کولی.» 

له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هيواد اقتصاد سقوط کړی دی. د نړيوالو مرستو تر درېدو وروسته په زرونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د يو ان ايچ سي آر د اټکلونو پر اساس دمګړۍ په افغانسان کې ۳،۵ میليونه کسان «داخلي کډوال» دي.

م.م.: په نړۍ کې سل ميلیونه خلک بې ځايه شوي دي

د هما په نوم يوې بلې مېرمني چې د مرستې ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړه وه، وويل: «هر څوک غواړي چې په خپل کلي کې ژوند وکړي. موږ دا ځای په دې فکر سره پريږدو چې خپل کور ته به ولاړ شو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: