له کابل څخه په دریم پرواز کې ۱۶۰ استرالیایان او افغانان ووتل
۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعه![Afghanistan I Evakuierungsflüge aus Kabul](https://static.dw.com/image/58901736_800.webp)
د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، دا له کابل څخه د استرالیا په قصد دریم پرواز دی چې په ډاډمنه توګه ترسره کيږي.
موريسون ويلي دي، د کابل څخه په لومړنۍ الوتکه کې چې ۹۴ تنه په کې سپاره ول، د جمعې په ورځ د استرالیا لويديځ ښار، پيرت کې کيناسته. هغه زیاته کړه چې استرالیا نه شي کولی د کابل هوايي ډګر څخه بهر د افغانستان له نورو سیمو څخه خلک راانتقال کړي.
موریسون په ټينګار سره وويل چې«په کابل کې وضعيت لا هم ترينګلی دی».
د استرالیا حکومت د رسنیو له خوا د هغو خپرو شوو رپوټونو په اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې په کې ويل شوي، استرالیا پلان لري چې له افغانستان څخه ۶۰۰ استرالیايان او افغانان راوباسي.
له کابل څخه د بهرنیو اتباعو او د دوی د افغان همکارانو د انتقال لړۍ د اروپايي هیوادونو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو ته هم ادامه لري. متحده ایالاتو ويلي دي چې غواړي دغه بهير چټک کړي.
آ/م.ک.ص./م.ق.ن.