1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کرونا ویروس سره د چین غیرمسوولانه چلند

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

د کرونا د بحران پر وخت چین د اړتیا وړ وسایل اروپا ته استوي. د هغوی دا کار د لنډ وخت له پاره مرسته کوي، خو د چین له مسوولیته ډک چلند به دا وای چی بالاخره په خپل هیواد کي د وحشي حیواناتو پر خرڅلاو باندي بندیز ولګوي.

Smbolfoto Illegaler Gürteltier-Handel in
انځور: AFP/G. Ginting

دا یوه معمولي خبره ده چي د اضطراري حالت پر وخت انسانان یو له بل سره مرسته کوي. د کرونا د بحران په پیل کي د جنورۍ په میاشت کي اروپايي ټولني په ډیر لنډ وخت کي۵۰ ټنه حفاظتي جامې او طبي محصولات د ووهان ولایت ته واستول، چیري چي دغه ویروس د اول وار له پاره راپیدا سو.

له هغه راهیسي چی په چین کي د کرونا نوي پیښي نه دي ثبت سوي، نو چین هڅه کوي ایټالیا، هسپانيا، یونان، او د اروپايي ټولني څخه دباندي هیوادونو ته لازم مواد واستوي.

د چین له دغو مرستو څخه په داسي یو وخت کي چي په ډیرو سیمو کي د صحي امکاناتو کمبود لیدل کیږي، هرکلی کیږي. اوس داسي یو وخت دی چی اکثرو هیوادونو خپل سرحدونه تړلي دي او په یوازي سر د دغه بحران څخه ځانونه نه سي ایستلی او د نورو هیوادونو همبستګي ته اړتیا لري.

داسي یو وخت چي په زرونو کسان له منځه ځي، د میلیونونو کسانو هست ونیست له ګواښ سره مخامخ دی، او په میلیونو کسان آزاد نه سي ګرځیدلای. که پر دې ویروس باندي بری هم ترلاسه سي بیا به هم کلونو ته اړتیا وي چي د هغه عواقب له منځه ولاړ سي.

د لویو قدرتو ترمنځ تبلیغاتي جنګ

د چین جمهورریس، شي جین پینګ صحي اضطراري حالت ته په کتو سره وویل، چي »همبستګي او ګډ کار تر ټولو قوي وسله ده، چي موږ یې لرو.« کومک د وسلې په حیث. دا خبره دا ثابتوي چي دغه د همبستګۍ کومکونه د تجارتي شخړو او نشنلیزم پر وخت د تبلیغاتي جنګ یوه مهمه وسیله ګرزیدلې ده.

دچین دولتي خبري آژانس تیره اوونئ اعلان وکړ، چي »د چین عنعنوي تجارت له کرونا سره په مبارزه کي شرقي عقل او نصیحتونه هم تقدیموي.« دغه میتود چین په ټوله تاریخ کي د ساري امراضو په مقابل کي د یوازنۍ وسلې په تتوګه ثابته سوې ده.

د ۲۰۰۳م کال د سارس په مقابل کي هغه د مقابلې یو تازه مثال دی. یعني داچي د چین عنعنوي طبابت د سارس دغه ناروغي له منځه یووړه. اوس کیدلای سي، دغه طبابت هم د کرونا د نوي ویروس په مقابل کي یوه مؤثره وسله وګرزي او د مریضانو په بیرته جوړولو کي ونډه ولري.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب