افغان میرمن، له کډوالې څرنګه پیلوټۍ ته ورسیده؟
صفیه فیروزي په ماشوموالي کې کډواله وه خو اوس د افغانستان له دوو ښځینه پیلوټانو څخه یوه ده. په داسې حال کې چې افغانې ښځې اوس هم له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، صفیه په دې هیواد کې د ښځو د پرمختګ یوه بیلګه ده. انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul د صفیې فیروزې کورنۍ په ۱۹۹۰ کلونو کې، کله چې هغه ماشومه وه، د افغانستان د جګړو له کبله پاکستان ته کډوال شول. دغه کورنۍ بیا د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul کله چې فیروزې په ښوونځي کې وه نو پر تلویزیون یې یو اعلان ولید چې په کې له ښځو څخه غوښتل شوي وو چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي. د پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته، فیروزي، په پوځي اکاډمي کې شامله شوه او د اړیکو په څانګه کې یې زده کړې پیل کړې. په همدې وخت کې اکاډمي اعلان وکړ چې پوځ داسې نجونو پسې ګرځي چې غواړي پیلوټانې شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul فیروزې او 12 نورو نجونو خپل غوښتنلیکونه ورکړل, او یوازې هغه د آزموینو تر تیرولو وروسته د پیلوټې په پروګرام کې جذب شوه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul هغه په هرات کې په زده کړو بوخته وه چې له کپتان محمد جواد نجفي, سره یې وپیژندل. دواړو بیا وروسته واده وکړ. د فیروزې میړه د هغې د کار بشپړ ملاتړ کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul فیروزې د افغانستان په هوایي ځواک کې یوه له دوو ښځینه پیلوټانو څخه ده خو اوس ځینې نورې نجونې هم په دې برخه کې زده کړې کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul کپتان نیلوفر رحماني, په تیرو 30 کلونو په اوږدو کې په 2013 کال کې د افغانستان لومړۍ ښځینه پیلوټه شوه. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو مخکې یواځې څو تنو ښځینه پیلوټانو د افغانستان په هوایي ځواکونو کې دنده ترسره کوله.
انځور: NATO فیروزې وایي، هیله لري چې نورې نجونې د افغانستان په هوایي ځواک کې شاملیدو ته وهڅوي. هغه زیاتوي: «د یوې ښځې په توګه سړی له ډیرو ننګونو سره مخامخیږي. خو سړی باید په یو ډول نه یو ډول له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul
صفیه یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه الوزوي. هغې په دې موده کې له یوه بل پیلوټ سره چې ورته الوتکه هوا ته پورته کوي, واده کړی او دواړه له هوا پر ځمکه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
فیروزي په داسې حال کې چې په کابل کې د خپلې الوتکې په لور روانه ده، وايي: «کله چې زه پوځي یونیفرم اغوندم نو زه د یوې ښځې په توګه ډیره ویاړم.»
فیروزي د C-208 ډوله ترانسپورتي الوتکې پیلوټه ده.
په داسې حال کې چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو ۱۶ کاله تیریږې، افغان میرمنې اوس هم له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو پر دې سربیره هم هغوی د پام وړ پر مختګ کړی دی. اوس افغان ښځې له وزارتونو او پارلمان نیولې بیا تر امنیتي ځواکونو پورې پراخ حضور لري. خو په لیرو پرتو سیمو کې اوس هم په ټولنه کې د هغوی د حضور پر وړاندې سخت مقاومت موجود دی.
د فیروزې کورنۍ په 1990 کلونو کې, کله چې هغه ماشومه وه, د افغانستان د جګړو له کبله پاکستان ته مهاجرت وکړ. دغه کورنۍ بیا د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه.
کله چې فیروزه په ښوونځي کې وه نو پر تلویزیون ېی یو اعلان ولید چې په کې له ښځو څخه غوښتل شوي وو چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي. د پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته, فیروزې, په پوځي اکاډمي کې شامله شوه او د اړیکو په څانګه کې یې زده کړې پیل کړې. په همدې وخت ک اکاډمي اعلان وکړ چې پوځ داسې نجونو ته اړتیا لري چې وغواړي پیلوټانې شي.
فیروزې او 12 نورو نجونو خپل غوښتنلیکونه ورکړل, او یوازې هغه د آزموینو تر تیرولو وروسته د پیلوټې په پروګرام کې جذب شوه.
هغه په هرات کې په زده کړو بوخته وه چې له کپتان محمد جواد نجفي, سره یې وپیژندل. دواړو بیا وروسته واده وکړ. د فیروزې میړه د هغې د کار بشپړ ملاتړ کوي.
فیروزي په 2015 کال کې فارغه او په همدې کال کې د خپل لومړي ماشوم خاونده هم شوه. د هغې لور نرګس اوس اته میاشتنۍ ده او فیروزي اوس یو ځل بیا د الوتکو الوزل پیل کړي دي.
فیروزې د افغانستان په هوایي ځواک کې یوه له دوو ښځینه پیلوټانو څخه ده خو اوس ځینې نورې نجونې هم په دې برخه کې زده کړې کوي.
کپتان نیلوفر رحماني, په تیرو 30 کلونو په اوږدو کې په 2013 کال کې د افغانستان لومړۍ ښځینه پیلوټه شوه. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو مخکې یواځې څو تنو ښځینه پیلوټانو د افغانستان په هوایي ځواکونو کې دنده ترسره کوله.
فیروزې وایي، هیله لري چې نورې نجونې د افغانستان په هوایي ځواک کې شاملیدو ته وهڅوي. هغه زیاتوي: «د یوې ښځې په توګه سړی له ډیرو ننګونو سره مخامخیږي. خو سړی باید په یو ډول نه یو ډول له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.»
اوس مهال 1800 ښځې د افغانستان په پوځ کې دنده ترسره کوي. افغان حکومت هڅه کوي چې لا ډیرې میرمنې په پوځ کې شاملیدو ته وهڅوي. د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رامنش, وایي چې حکومت په راتلونکو اووه کلونو کې په پوځ کې لس سلنه ته د ښځو د ونډې د رسولو په هڅه کې دی.
د افغانستان وړوکی هوایي ځواک یوازې ۱۰۰ الوتکې لري. که څه هم په تیرو کلونو کې دې ځواک ته ډیر پام نه کیده، خو په ۲۰۱۵ کال کې ناټو د هوايي ځواک په تمویل او تجهیز باندې تمرکز پیل کړ.
نور مطالب:
انځورونه: د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه يوه افغانه ده
جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» ليکلي دي چي د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه د افغانستان په هوايي ځواک کي ده. هغه په افغانستان کي يوازنۍ پيلوټه ده. د هغې انځورونه په دغه راپور کي ووينئ. انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoud کپيتانه نيلوفر رحماني ۲۳ کلنه ده او اوس په افغان هوايي ځواک کي دنده لري. جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» (انځور) هغه د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه معرفي کړې ده.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoud نيلوفر رحماني ۱۸ کلنه وه چي د پيلوټۍ ښوونځی ته ولاړه او دوه کاله وروسته په ۲۰۱۲م کال کي د دوهم بريدمن په درجه فارغه سوه.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoud نيلوفر د زده کړي ډيري مهمي دورې تيري کړي. هغې خپله لومړۍ الوتنه په يوې امريکايي څلور سيټه سيسنا ۱۸۲ ډوله الوتکي سره بريالۍ وکړه.
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/Xinhua/Ahmad Massoud رحماني اوس کولای سي جنګي او ترانسپورتي الوتکو ته پرواز ورکړي. نړيوالو رسنيو هغه د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته د لومړۍ افغاني پيلوټي په خاطر ستايلې ده.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoud که څه هم نيلوفر د خپلي دندې په خاطر په خپله ټولنه کي له ستونزو سره مخامخ ده، خو بيا هم هوډ لري چي خپل کار ته دوام ورکړي.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoud نيلوفر رحماني غواړي چي ډيري ښځي تشويق کړي، څو افغان هوايي ځواک ته ورسي او خپلي وړتياوي ثابتي کړي.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoud کپيتان نيلوفر رحماني ته د ۲۰۱۵م کال په لومړيو کي د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د «زړوري ښځي نړيوال مډال» ورکړل سو.
انځور: picture alliance/AA/S. Corum د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د زړوري ښځي مډال نيلوفر ته په واشنګټن کي ورکړل سو.
انځور: picture alliance/AA/S. Corum