1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ۱۵ میلیونو ډیر کسان آلماني د بهرنۍ ژبې په توګه زده کوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

یوه تازه ترسره شوې سروې ښيي چې په نړۍ کې همدا اوس په میلیونونو کسان د یوې بهرنۍ ژبې په توګه آلماني ژبه زده کوي. د کرونا وبا له امله د دویچه ویله د آلماني ژبې د زده کړې انترنتي کورسونو هم شهرت موندلی دی.

Symbolbild: Deutschunterricht im Gymnasium
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästle

په نړۍ کې د بهرنۍ ژبې په توګه څومره کسان آلماني ژبه زده کوي؟ د د غې پوښتنې د ځواب له پاره د آ لمان د بهرنیو چارو وزارت هر پنځه کاله وروسته یوه سروې ترسره کوي. د دغه وزارت د تازه سروې د یوه ۵۶ صفحه اي رپوټ په اساس چې له دویچه ویله، ګویته انستیتوت، او په برلین کې یې د داد سازمان په همکاری جوړ کړی، راغلي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ‍۱۵ میلیونو ډیر کسان آلماني ژبه زده کوي.

د سروې د معلوماتو په اساس، په ۲۰۱۵م کال کې د پخوانۍ ترسره شوې سروې په پرتله په ښوونځیو، پوهنتونونو او کورسونو کې د آلماني ژبې د زده کوونکو شمیر په بې ساري توګه نه دی لوړ شوی او یوازې د څو زرو کسانو توپیر ښيي.

دغه سروې چې «په نړۍ کې آلماني د یوې بهرنۍ ژبې په توګه» تر عنوان لاندې هر پنځه کاله وروسته ترسره کیږي، په ۱۹۸۵م کال کې د لومړي ځل له پاره پیل شوه. په داسې حال کې چې ۱۵،۴ میلیونه کسان چې آلماني ژبه زده کوي، کم شمیر نه دی خودغه شمیر په ۲۰۰۰م کال کې ان ۲۰ اعشاریه ۱ میلیونو کسانو ته رسیدلی وو. د یادولو وړ ده چې په دې سروې کې هغه کسان شامل نه دي چې په شخصي توګه آلماني ژبه زده کوي، او که چیرته دغه راز کسان هم ورزیات شي، بیا ښايي د آلماني ژبې د زده کوونکو شمیر تر دې هم لوړ شي.

د ترسره شوې سروې په اساس، په اروپايي هیوادونو کې تر نورو هیوادونو ډیر کسان آلماني ژبه د دوهمې ژبې په توګه زده کوي چې شمیر یې هم شاوخوا ۹ اعشاریه ۳ میلیونو کسانو ته رسیږي. آلماني ژبه د ګرامري قواعدو له کبله د نورو ژبو په پرتله د زده کولو له پاره یوه نسبتاً سخته ژبه شمیرل کیږي.

د ترسره شوې سروې له مخې، په ډنمارک، هالند او فرانسه کې د آلماني ژبې د زده کوونکو شمیر لوړ شوی دی او د تیرې سروې په پرتله په دغو هیوادونو کې ۶۲ سلنه ډیرښت ښيي. د بیلګې په توګه په پولنډ کې د آلماني ژبې د زده کوونکو په شمیر کې ۱۵ سلنه او په بریتانیا کې بیا ۲۵ سلنه کمښت راغلی دی.

د وبا پر مهال انترنتي زده کړې

اوسمهال د کرونا وبا د محدودیتونو له کبله ډیری کسان په کورونو او یا هم د انترنت له لارې زده کړه کوي نو له همدې کبله د دویچه ویله د آلماني زده کړې د کورسونو محبوبیت هم په بې ساري توګه ډ‌یر شوی دی. د دویچه ویله د معلوماتو له مخې، د روان کال د جنوري نه تر اپریل میاشتې پورې، د دویچه ویله د آلماني ژبې د زده کړې د کتونکو شمیر ۱۰۰ فیصده لوړ شوی دی.

د دویچه ویله عمومي مشر، پیټر لمبورګ په دې هکله وویل: «د کرونا وبا او له کبله یې وضع شويو بندیزونو د پوهې په انتقال کې د ډیجیټلي عنصر ارزښت را برسیره کړه.» لمبورګ هیله څرګنده کړه چې آلماني سیاستوال به په نړۍ کې د آلماني ژبې او فرهنګ د پراختیا او خپریدو له پاره د نويو ډیجیټلي امکاناتو ملاتړ وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب